ویسټ انډیز په دوهمه شل آوریزه لوبه کي هند ته ماته ورکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې دوهمه لوبه پرون یکشنبه ترسره سوه، چي ویسټ انډیز په ۸ ویکیټو هند ته ماته ورکړه.
inbound9132411873168476008 ویسټ انډیز په دوهمه شل آوریزه لوبه کي هند ته ماته ورکړه
د یادي لوبي پچه ویسټ انډیز وګاټه او هند ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه.
د هدوستان کرکیټ ملي لوبډلي په ټاکلو شل آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۱۷۱ منډو هدف وټاکه.
په یاده لوبه کي د هند لپاره شیوام ډوبي ۵۴ او ریشپ پنټ بیا ۳۳ منډي جوړي کړې.
inbound265586601483500428 ویسټ انډیز په دوهمه شل آوریزه لوبه کي هند ته ماته ورکړه
ویسټ انډیز ته بیا کیسریک ویلیمس او هایډن والش دوه_ دوه لوبغاړي وسوځول.
کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول ټاکلی هدف ئې د لوبي په ۱۸،۳ آورونو کي د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په ۸ ویکیټو هندوستان ته ماته ورکړه.
د ویسټ انډیز لپاره لیندي سیمونز ۶۷، ایون لیوز ۴۰، هیتمایر ۲۳ او پوران بیا ۳۸ منډي جوړي کړې.
inbound8791817119162139549 ویسټ انډیز په دوهمه شل آوریزه لوبه کي هند ته ماته ورکړه
د ویسټ انډیز یو لوبغاړی سندر او بل لوبغاړی بیا جدیجا وسوځاوه.
د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ اوس سریز یو ـ یو مساوي خو د سریز پاینل او وروستۍ لوبه ئې بیا راتلونکې چهارشنبه ترسره کیږی.
د یادو درو شل آوریزه سیالیو وروسته د هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبي هم د هند په کورتبوب ترسره کیږي.
د یادي لړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۵مه، دوهمه په ۱۸مه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د رواني ډيسمبر میاشتي په ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.