ویسټ انډیزي لوبغاړي به د آی‌پي‌اېل په پاتې لوبو کې ونه لوبېږي

ویسټ انډېزي کریکټران

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هندوستان او ویسټ انډیز د کرکټ بورډونو ترمنځ خبرې روانې دي، ترڅو د ویسټ انډیز لوبغاړو ته د آی‌پي‌اېل په پاتې لوبو کې د لوبېدو اجازه ورکړي.

د مې په ۲۹ مه د هندوستان کرکټ بورډ ځانګړې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د آی‌پي‌اېل د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې به په دوبۍ کې ترسره شي او دوی په دې اړه د بهرنیو کرکټ بورډونو سره په اړیکه کې دي، څو یې لوبغاړي په هندوستان لیګ کې ولوبېږي.

خو نورو کرکټ بورډونو تر اوسه د هندوستان غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

په تېرکې د اسټرالیا او انګلستان د لوبغاړو د لوبېدو په اړه شک موجود و او اوس د ویسټ انډیز لوبغاړي هم په شک کې دي.

د سي‌پي‌اېل یا کرېبېئن سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په ۱۸ مه په ویسټ انډیز کې د ۶ لوبډلو په ګډون پیلیږي او د سپټمبر تر ۱۹ مې به دوام وکړي.

بل پلو د آی‌پي‌اېل پاتې ۳۱ لوبې هم د سپټمبر په ۱۵ مه په دوبۍ کې پیلیږي او د اکټوبر په ۱۵ مه به پای ته ورسېږي.

نو د سي پي اېل سیالیو پیل سره به د ویسټ انډیز ډېری لوبغاړي په آی‌پي‌اېل کې ګډون ونه وکړي او خپل کورنی کرکټ لیګ به ولوبوي.

د اسټرالیا او انګلستان لوبې او آی‌پي‌اېل کې د لوبغاړو نه لوبېدل

د انګلستان بلاسټ کرکټ لوبې هم د پي‌اېس‌اېل د پاتې لوبو په څېر د جون په نهمه پیل شوې او د انګلستان زیات لوبغاړي هلته بوخت شول او بل پلو د انګلستان او نیوزیلېنډ دویمه ټېسټ لوبه هم پیلیېدونکې ده.

له دې وروسته د ډېسمبر په ۸ مه د اسټرالیا په برېسبین سیمه کې اسټرالیا او انګلستان د اېشېز په نامه تاریخي ټېسټ لوبې هم کوي.

نو د انګلستان او اسټرالیا د لوبغاړو بوختیا هم زیاته ده او کېدای شي، چې د آی‌پي‌اېل لوبې ترې پاتې شي.

که چیري د ویسټ انډیز لوبغاړي د هندوستان د لیګ پاتې لوبو کې ونه ولوبېږي، نو د کلکتې، پنجاب، ډیلي او ممبي لوبډلو ته به یې ډېر زیان ورسېږي، ځکه دې لوبډلو کې د ویسټ انډیز تکړه لوبغاړي موجود دي.

که څه هم د کلکتې او پنجاب لوبډلو مالکان په سي پي اېل کې د ټرېنباګو او سېنټ لوشیا زوکس لوبډلو مالکیت کې هم برخه لري؛ نو کېدای شي، چې دوی یوه غوښتنه وکړي، چې سي پي اېل لږ څه وځنډوي، ترڅو د آی‌پي‌اېل لوبې پای ومومي.