د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د افغانستان خلاف په کیدونکې تاریخي ټیسټ لوبه کې د نه ګډون وروسته د انګلستان په کوانټي کرکټ لوبو کې هم د لوبیدو څخه پاتې شو.
دغه هندي لوبغاړي د افغان کرکټ ملي لوبډلې خلاف په لمړنۍ تاریخي ټیسټ لوبه کې د ګډون پر ځای د انګلستان د کوانټي کرکټ سیالۍ غوره کړې وې، خو اوس هلته هم د نوموړي لوبیدل ونشول.
د هندوستان کرکټ بورډ په رسمي ډول خبر ورکړ، چې ویرات کوهلي د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په روان یولسم پړاو لوبو کې ټپي شوی دی او نشي کولی، چې د انګلستان په کورني کرکټ سیالیو کې ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې د روانې مۍ میاشتې په ۱۷ مه نیټه نوموړی د بنګلور لوبډلې په ګټه د حیدر اباد لوبډلې خلاف په سیالۍ کې په «غاړه» د ټپي کیدو له کبله ورته ارام ورکړل شوی دی او د راتلونکې جون میاشتې ۱۵ مې نیتې د (فزیکل فیټنیس) یا بدني جوړښت ازموینې لپاره انتظار کوي، تر څو د ایرلینډ خلاف کیدونکو سیالیو ته چمتو شي.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلمشر د افغانستان خلاف په ټیسټ لوبه کې د ګډون پرځای د انګلستان د کوانټي کرکټ لوبې ځکه غوره کړې وې، ترڅو د انګلستان خلاف سیالیو ته لا ښه چمتوالی ونیسي، خو بل خوا د افغان کرکټ زیات شمیر مینه والو د ویرات کوهلي دغه کړنه وغندله.
وروسته له هغې چې د هندوستان د کورني کرکټ په «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالو کې ویرات کوهلي دوه ځل د افغان سپین بالرانو راشد خان او مجیب ځدران سره په مخ کیدو سم دلاسه بیرته د میدان څخه رخصت شو، نو اوس افغان مینه وال د هندۍ لوبډلې خلاف د افغان لوبډلې د پیاوړي سپین بالینګ جادو ښکاروندۍ ته په لمړني تاریخي ټیسټ لوبه کې د بریا خپلولو هیلې لري.
د افغانستان کرکټ بورډ په هندوستان کې د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه او هندۍ لوبډلې خلاف ټیسټ لوبې ته د لا چمتوالي په موخه یوه میاشت وړاندې د کرکټ ملي او ۱۹ کلنو لوبډلو زیات شمیر لوبغاړي هندوستان ته د تمریناتو لپاره استولي دي.
د دواړو افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه تاریخي ټیسټ لوبه د راتلونکې جون میاشتې د ۱۴ مې نیټې څخه تر ۱۸ مې نیتې پورې د هندوستان په بنګلور کې ترسره کیږي، چې ورته هندوستان لا د وړاندې خپله لوبډله اعلان کړې، خو افغان کرکټ بورډ بیا د لوبډلې اعلانول ځنډولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د هندۍ لوبډلې خلاف د ټیسټ لوبې څخه وړاندې به افغان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ لوبې ترسره کړې، چې د جون میاشتې په دریمه نیټه یې لمړۍ، پنځمه نیټه یې دویمه او وروستۍ دریمه لوبه یې د همدغه میاشتې په ۷ مه نیټه د هندوستان په دهرادون راجیو ګانډي نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.