ولې کله کله داسې احساس کوو چې په خلکو نه یو ګران!؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ليکنه صديقه پوپلزۍ غږ استاد عظيمي/

دا پوښتنه ډېر ځله هغو کسانو ته پیدا کېږي چې په دنننه کې عاطفي تشه/ خلا ولري، پر ځان باور یې کم وي او یا تر اوسه ودې ته نه وي رسېدلي او له عاطفي اړخه پوره نه وي.
د ارواپوهانو له نظره دا ډول پوښتنې هغو کسانو ته ډېرې پیدا کېږي چې عاطفي ستونزې او تشې ولري. یاني په ماشومتوب کې یې له خپلې مور/ پلار او کورنۍ له غړو څخه مینه او عاطفه نه ده لیدلې، همداسې بې مینې رالوی شوي.

دا چې ماشوم د ودې په هر پړاو کې بېل ډول مینې ته اړتیا لري او پر همغه مهال یې یاده اړتیا نه پوره کېږي اړوند کس تل د مینې د لاسته راوړلو په فکر کې وي ترڅو خپله یاده اړتیا پوره کړي. که هغه څوک چې یاد ډول عاطفي ستونزې ولري، له یوه ارواپوه سره کېني او خپلې تشې او کمزورۍ پیدا کړي، ډکې یې کړي او له منځه یې یوسي، ورسره د دې پوښتنو اغېز هم له منځه ځي.

په دې پوښتنه کې یو لوی راز دا دی چې تاسې پخپله له خپل ځان سره مینه نه لرئ او دا چې ولې داسې احساس لرئ، لامل یې معلوم دی، تاسو خپله ځان ته ارزښت نه ورکوئ، دا طبیعي ده هرڅومره چې تاسو خپله خپل ځان ته ارزښت ورکړئ او مینه ورسره ولرئ؛ خلک به هم په هماغه کچه او ډول مینه درسره وکړي.
نو له خپل ځان څخه پیل وکړئ، احساسات مو وپېژنئ، وړتیاوو ته مو ارزښت ورکړئ، د ځان اړوند مثبت ذهنیت ایجاد کړئ او تل خپلو مثبتو ټکیو باندې تمرکز وکړئ، که داسې وکړئ ډېر ژر به خپلو هغو هیلو او ارمانونو ته ورسېږئ چې غواړئ یې.

بله مسئله د هغو سرچینو ټاکل دي، چې تاسې ته د خوشالۍ، هوساینې او ارامتیا احساس درکوي، دلته باید تاسو پوه شئ چې تاسې د خپلې نېکمرغۍ سرچینې په خپل ځان کې لټوئ او که په نورو کې، ایا تاسو باید تل د نورو له لوري خوشاله شئ، ایا تاسو د خپلې نېکمرغۍ سرچینې بیروني کړي دي، یانې په ملګرو، پیسو، کور او زده کړو پورې مو تړلي دي. تاسو باید پوه شئ چې نېکمرغي په نورو ځایونو نه بلکې ستاسو په خپل ځان کې ده، که له نړۍ څخه خوند غواړې نو لومړی پخپل ځان کې خوند پیدا کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.