کله داسې پېښه شوې چې نیمه شپه له خوبه راويښ شي او یا سهار تر ملا اذان ډیر مخکې ويښ کینې؟
په وروستیو کې زه له همدې ستونزې سره مخ شوې وم. د سهار څلور یا پنځه بجې به له خوبه ویښه شوم او بیا بیرته ویده کیدای هم نه شوم. مخکې راته داسې نه پيښیدل.
له نیکه مرغه، په دې اړه ډیرې ساینسي څیړنې شته او کارول یې موږ سره مرسته کولی شي څو د شپې د بار، بار ويښیدو علت پیدا او ستونزه هواره کړو.
په لاندې توګه ما په دې اړه د ځینو ساینسي څیړنو لنډون راټول کړی، هیله ده چې له شبګیر وهلو او خوب تښتیدلو سره به مرسته وکړي.
لومړی خو دا ډیره غیر نورمال خبره نه ده
لومړی څه چې موږ باید پرې پوه شو هغه دا دي چې په نیمه شپه کې له خوبه ويښیدل ډیر غیر عادي څه نه دي.
د خوب د درملو یو متخصص ډاکتر جیمز فینډلي وايي” کله چې شپه سهار خواته نژدې کیږي، موږ د خوب سپک پړاو خوا ته ځو، او دا ډیر امکان لري چې تر وخت مخکې ویښ شو.“ همدا علت دی چې سهار وختي ښايي ګډ وډ خوب ولرئ. دا داسې یو خوب دی چې د خوب ځای کې اوړې راوړې، ويښیږي او بیرته ویده کیږې. نو دا کومه ستونزه نه ده.
د خوب د تغذیې په نوم د کتاب لیکوال جوز کولن وايي، هیڅوک ټوله شپه ویده نه پاتې کیږي. د نوموړې په باور د شپې بیا بیا ويښیدل د بشر د ژوند د کاڼو له عصر له تحت شعور سره تړلی دی، باید ويښ شي، شا او خوا وګوري چې پړانګ یا بل کوم وحشی ژوی خو نژدې نه دی ورغلی؟ او بیا بیرته ویده شي.
خو که چیرې د شپې دا بیا بیا ويښیدل په شپه کې تر یو ساعت زیات شي او یا په اونۍ کې له درې شپو زیات پېښ شي، نو دا د کومې ستونزې نښه ده چې باید چاره یې ولټول شي. له دې ستونزو څخه څو یې په لاندې ډول دي:
1- ستاسو په وجود کې اوبه ډیر دي
دا ظاهرا د شپې د بیا بیا ويښیدو ډیر عام سبب دی. که تاسو په نیمه شپه کې له خوبه پاڅیږئ ځکه چې باید تشناب نه ولاړ شئ نو معنی یې داده چې اوبه مو د وجود زیاتې دي او تشناب ته د تلو اړتیا مو خوب ګډوډوي.
ددې لپاره ښه داده چې د یوې کمې اندازه مالګې سره تر ویده کیدو مخکې یو څه اوبه وڅښئ.
ولې؟
ځکه زموږ وجود هڅه کوي چې د الیکترولیتونو داخلي توازون وساتي. له مالګې پرته ډیرې اوبه تاسو ته د شپې له خوا تشناب ته د تلو اړتیا پېښوي او خوب مو خرابوي.
2- ستاسو ګرمي شوې ده
د امریکا د خوب د ملي ادارې په وینا، که د ګرمۍ احساس کوئ نو هم ویده کیدل درته سخت دي او هم ویده پاتې کیدل ستونزمن دي. نو هڅه وکړئ چې د نرۍ جامو په کارولو، تر ویده کیدو مخکې د شاور په اخیستلو او نورو بريښنايي وسیلو تودخه یو داسې درجې ته راکمه کړئ چې ستاسو د خوب مزاحمت ونه کړي.
د خوب متخصصان وايي، د سانتي ګراد په حساب د تودخې د ۱۷ او ۱۸ درجو منځ کې ښه خوب کیدای شي.
3- تاسو تر ویده کیدو مخکې ټیلفون کاروئ
ایا تاسو دا عادت لرئ چې تر ویده کیدو مخکې د ټیلفون له لارې خپلو دوستانو ته پیغامونه استوئ او یا فیسبوک ګورئ ؟
د کارول پوهنتون څیړونکی ډاکتر ریچاررډ ایل هانسلر وايي ” د ویده کیدو پر مهال د موبایل د سکرین رڼا ته سترګې غړول، د وجود مخه نیسي چې خوب راوړونکي میلاتونین هورمون ترشح کړي. “
څیړنې ښيي چې تر خوب یو ساعت مخکې د کور څراغونه تت کړئ او الیکترونیکي هیندارو ( سکرین ) ته له کتلو ډه ډه وکړئ. دا کار سخت ښکاري خو د موبایل له ټیلفون وتونکې ابې شعاع د میلاتونین په نوم د خوب راوړونکي هورومون د ترشح تر ټولو زیات مزاحمت کوي او د شپې له خوا ستاسو د بې خوبۍ سبب کیږي.
4- تاسو کافي ورزش نه کوئ
څیړنې ښيي چې ورزش او تمرین ستاسو د خوب ګډوډي راکمولی شي. که چیرې تاسو د شپې له خوا ښه نه شئ ویده کیدای نو د ورځې له خوا منظم سپورت یا ورزش ته مخه کړئ، دا به درسره په ښه خوب کې مرسته وکړي.
څیړنو ښودلې هغه کسان چې سهار وختي ورزش کوې ددې ورځې په ماښام تر نورو ښه او زر ویده کیدلی شي او تر ډیره ویده پاتې کیږي. همدارنګه د ورځې په نورو برخو کې هم تمرین او ورزش ستاسو له خوب سره مرسته کوي.
د سړیو د فیټنس یو روزونکی نایک ایبنر وايي، ښه داه چې تر خوب شپږ یا اوه ساعته مخکې تمرین وکړئ شي. خو که دومره ساعتونه مخکې تمرین نه شئ کولی نو تر خوب یو یا دوه ساعته مخکې تمرین هم له ورزش او تمرین نه کولو ښه دی او تاسو سره په ویده کیدو کې مرسته کوي.
5- تاسو زړیږئ
څومره چې زموږ عمر زیاتیږي، هومره د شپې د ويښ پاتې کیدو موده زیاتیږي. دردونه، د عضلاتو ناسم حرکتونه او تشناب ته بیا بیا تګ هغه څه دي چې د عمر په پخیدو زیاتیږي.
په ۱۹۹۰ م کال کې ساینس پوهانو په عصابو کې یوه وړه برخه موندلې وه چې د خوب د سویچ په توګه کار ورکوي. په نویو څیړونو کې ساینس پوهانو موندلې چې له بده مرغه د عمر په زیاتیدو د عصابو ددې برخې حجرې مري او یا کمزورې کیږي.
په یو څیړنه کې چې په شا او خوا زر تنو چې عمرونه یې له ۶۵ کلنۍ پورته و شوې معلومه شوې چې، هغه کسان چې د عصابو ددې وړې برخې ډیرې حجرې یې له لاسه ورکړې د شپې له خوا ویده پاتې کیدل یې ستونزمن دي او بیا بیا ویښیږي.
که ستاسو عمر زیات وي او د شپې له خوا په ویده پاتې کیدو کې ستونزه لرئ، نو د ورځې له خوا په ځانګړې توګه ماسپښین مهال لنډ خوب کول درسره مرسته کولی شي.
6- په خوب کې د تنفس بندیدل
په خوب کې د ساه اخیستلو لارې بندیدل هم د خوب څخه د ويښيدو یو مهم سبب دی. ځینې خلک چې دا ستونزه لري په سختۍ ساه اخلي او په وجود کې یې د اکسیجن کچه راټیټیږي چې په اتومات توګه بدن له خوبه بیداروي.
دا ډیر کله له ویده کیدو څو ساعته وروسته پېښیږي. که چیرې مو له ويښیدو وروسته سر دردي لرله، ستونی موږ خوږیده، یا مو خوله وچه وه او یا مو سینې درد کاوه، نو ډیره ممکنه ده چې د خوب پرمهال مو تنفس ستونزمن شوی او تاسو له خوبه ويښ شوې یئ.
که ستاسو وزن زیات وي، نو د وزن کمول درسره مرسته کولی شي چې د خوب پر مهال مو ساه بنده نه شي.
7- اظطراب، وسواس او ډیپریشن
وسواس او ډیپریشن دواړه د خوب ډیر عام ګډوډونکي دي. دا ستاسو د شپې خوب نا ارامه کوي او سهار مو تر وخت ډیر مخکې بیداروي. که څه هم هر څوک د ژوند او ورځې د چارو یو څه وسواس لري خو که وسواس او ډیپریشن ډیر جدي وي خوب ګډوډولی شي. ښه دا ده چې په داسې صورت کې له ډاکتر سره مشوره وشي. او یا د وسواس او ډیپریشن د کمولو او کنترول لپاره نورې لارې چارې وکارول شي څو مو خوب ته د تلو پر مهال اندېښنه او وسواس دومره زیات ونه اوسي چې له خوبه مو وباسي.
8- ستاسو خواړه
نایک ایبنر چې د نارینه و د فیټنیس یو تخصصي روزونکی دی وايي، د شپې له خوا له خوبه ویښیدل ښايي ګڼ نور سببونه هم ولري، ستاسو په وینه کې د قند کمی زیاتی، تر خوب لږ مخکې د ډیرو مایعاتو څښل، تر خوب لږ مخکې خوراک کول، تر خوب لږ مخکې ورزش کول، د ورځې په بهیر کې کافي خوراک نه کول، په بدن کې د هورمونونو نامتوازنوالی، د مسمومیت ځینې بڼې او ګڼ نور سببونه شته چې ستاسو د شپې خوب خرابولی شي.
نایک ایبنر وايي په قهوه، سیګرتو الکولو او دې ته ورته شیانو ځکه نه غږیږو چې دا درې واړه توکي، په ګڼ مقدار کې نیکوتین او نور خوب تښتونکي مواد لري. او څرګنده خبره ده که تر خوب مخکې یې وکاروئ نو له ښه خوب لاس ووینځئ.
دا لیکنه د یاران کاري ټیم چمتو کړی او د بیا خپراوي حق یې یاران سره خوندي دی.