ولي نور وبخښئ؟ د بخښلو سببونه او مرحلې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نور احمد فضلي
هغه څه ښه وايي چې بخښنه کول د زړه ساتنې او روغتیا کیلي ده. رښتیا هم، کله چې بخښنه کوئ د خپل وجود روغتیا تضمینوئ او ژوند ته مو ښکلا ورکوئ.
په ډاډ سره ویلای شو چې له انسانانو کرکه کول د هغو کسانو د بخښلو په پرتله ډیر آسان دي چې ستاسې سره یې بد کړي دي. موږ نه وایو چې بخښنه کول نو آسانه دي. بخښنه ستاسې ټول اراده اخلي او په جریان کښې یې تاسې اړ کېږئ یوه برخه له هغه څه څخه چې یاست هم ورکړئ.
ډېری ارواپوهان او متخصصین ادعا کوي چې له هغه زیان او ضرر څخه د ورتېرېدو له پاره چې تاسې ته یې اړوي، باید د هماغه کس د بخښلو تمایل او علاقه ولرئ. د ومي بخښلې ویل سخت نه دي خو په حقیقت کښې هومره آسان هم نه دي چې تاسې یې فکر کوئ. د زیاتو کسانو له پاره شونې ده کلونه وخت ونیسي چې وکولای شي یو څوک وبخښي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې دې کس ته یې جدی او سخت زیان رسولی وي. او هو داسې کسان هم شته چې هیڅوخت هغه کسان نه بخښي چې دوی ته یې زیان رسولی وي.
د بخښلو ډولونه
د ویرجینیا پوهنتون استاد، پروفیسور وورسینګتون له آنده د بخښنې دوه ډولونه لرو:
د بخښلو لومړی ډول دا دی چې تاسې د غوښتي کس په وړاندې ټول غُسه پاروونکي افکار هېر کړئ. د بېلګي په ډول: ځان ته ووایاست چې زه نه غواړم غچ واخلم، اصلاً غواړم په بشپړ ډول یاد کس هېر کړم. سمه ده چې د بخښنې دا ډول ډېر په زړه پوري نه دی، ځکه لا اوس هم ستاسې په وجود کښې یوه اندازه قهر لرئ. د بخښنې دوهم ډول د احساساتو بدلول دي، تاسې کرکه هېروئ نه بلخوا هغه په مینه او محبت سره بدلوئ. د نوموړي پروفیسور په خبره د بخښلو دا ډول ستاسې د روح او روان سره ډېر کومک کوي، ستاسې فکر په بشپړ ډول خلاصوي او تاسې ته توانايي درکوي.
د بخښلو دلیلونه
په بخښلو سره د دماغ فعالیت ښه والی پیداکوي
بخښنه کول د اکسېجن په څېر دي چې د دماغ فعالیت ته ښه والی ورکوي او که تاسې نور و نه بخښئ د رواني سکون او ارامښت څخه واټن نیسئ. ددې له پاره چې و کولای شو په وجود کښې د بخښنې قوه و روزو، کولای شو دا حللارې عملي کړو: لومړی دا چې د بخښلو پر زیات ضرورت فکر وکړئ. یانې مالومه کړئ چې که غوښتی کس یا رامنځته شوې پېښه هېر/هېره نه کړئ تاسې ته به څه په لاس درسي. یوه بله حللاره دا ده چې په ژوند کښې د هغو مهمو کسانو د نومونو نوملړ جوړ کړئ چې تر دې دمه له هغوی څخه ښه خاطره نه لرئ، د دوی د نومونو ترڅنګ دا هم ولیکئ چې د دوی له کوم رفتار او کار څخه ستغ او خپه یاست.
– کرکه او رخه زهر دي
ځینې وختونه کولای شو چې د نورو له تېروتنو څخه په سترګو پټولو سره بخښنه کول شوني کړو. هغه څوک چې د نورو تېروتني وربخښي د هغه کس په پرتله چې بخښنه ورته کیږي؛ زیات خوند اخلي. تېرېدنه او بخښنه باید په شخصیت کښې دننه کړل شي – د نورو توهین او تحقیر ته د ځواب په توګه نه بلخوا د ژوند د تګلارې په توګه دي ځای کړل شي، ځکه چې کرکه او رخه انسان ته د زهرو په څېر زیان رسوي. بخښنه کول د نوشدارو (د زهرو ضد دارو) په شان کار کوي، د دښمنانو په وړاندې بهترین غچ د یوه خوشحاله او بریالي ژوند درلودل دي، له دښمن څخه د داسې کس په توګه ګټه واخلئ چې ستاسې د ودي سبب شي او د بدو انرژیو سره د مبارزې له پاره پیاوړي شئ، بخښنه کول د غُسې، وهم او درد د آزادېدو سبب کیږي او د زړه دروازه د مینې، محبت او یووالې په لور را خلاصوي. بخښنه کول په ظاهره آسانه کار نه دی همدا وجه ده چې بخښنه کول د هغه چا کار دی چې توانايي لري.
– د بخښلو توانايي کمه مه بولئ
څېړونکي وايي: د بخښلو توانايي ته په کمه سترګه مه ګورئ، بخښنه کول د عاطفي، جسمي او رواني روغتیا او سلامت کیلي ده. دوی د زړه په ستونزو، د ډيري مودې دردونو، عصبي سیسټم د عملکرد په اختلال، ذهني ګډوډتیا او ستومانتیا او… مرضونو باندي اخته دي او د یوه ښه ټولنیز ژوند درلودلو څخه محروم دي. په زړونو کښې د کینې پرورښت سبب کیږي چې نړۍ یو مضر او نامساعد ځای درته و ایسیږي. څېړني ښيي هغه کسان چې په مزمنو دردنو اخته وي، تر کینې او رخې پرېښودلو او بخښلو ته په پام کولو سره یې دردونه او زخمونه یې سمون پیداکوي. همدارنګه هغه جوړې ( ښځې او مړونه) چې په آسانۍ سره د یوه او بل تېروتني معافوي او یوه او بل ته د خیرغوښتني احساس څرګند کړي – خپلي ستونزې په ګټوري طریقې سره حلوي او دردونه یې کمیږي.
د بخښلو مرحلې
د بخښلو کار د سترګو په رپ کښې نه پېښیږي؛ دا مرحله پر مرحله عملي کيږي. اډوارډ هالودل په خپل” د بخښلو هُنر “ نومي کتاب کښې دا مرحلې پر څلورو ډولونو وېشي:
لومړۍ مرحله: د ناراحتۍ قبولول. بخښنه کول په غُسه او ناراحتۍ سره پیلیږي. شوني دي فرد، یوې ډلې یا ټولنې تاسې ځورولي یاست. که غواړئ چې دوی ته بخښنه وکړئ باید ومنئ چې د دوی له کړنو کړېدلي یاست. که مو ومنل چې زیان یې درته رسولی دی د ناراحتۍ، غُسې، وهم، هېښتیا، بې حسي او نهیلي په شان منفي احساساتو کښې راګیرېږئ او د زیمناکې ځمکې په شان تاسې نور هم د ځان خوا ته راکاږي.
دوهمه مرحله: د خښم او کرکي تسکینول. تر ځورولو وروسته ترخې خاطرې ستاسې دماغ ډکوي دلته دی چې باید کوښښ وکړئ پر خپلو باورونو او عقایدو ټینګ پاته شئ او مه پرېږدئ چې خښم او ناراحتي ستاسې پر سلوک او رفتار باندې اغېز وکړي. په دې مرحله کښې چې ستاسې سره ډېر کومک کوي هغه په ژوند کښې د خپلو ارزښتونو پېژندل دي. باید له ځانو څخه وپوښتئ چې غواړئ دغه ربړوني او سختۍ په څه شي تبدیلي کړئ،
درېیمه مرحله: تمرین کول. په دې مرحله کښې باید هڅه وکړئ چې له خپلو لېونیو احساساتو له شر څخه خلاص شئ. د دښمنانو سره د خواخوږۍ احساس کولای شي ددې لېونیو احساساتو څخه ستاسې په خلاصېدو کښې مهم رول ولري. همدارنګه خپلې روحیې ته په پام سره، کولای شئ چې د دعا او عبادت له لارې له دې بدو احساساتو خلاص شئ.
څلورمه مرحله: هرڅه هېر کړئ او خپله لاره واخلئ. کوښښ وکړئ چې له ځان څخه کرکه او رخه لېري کړئ او زړه ته د داخلېدو څخه یې مخنیوی وکړئ. دا کار هومره وکړئ چې ډاډه شئ اوس نو ستاسې او کرکې-خښم ترمنځ زیات واټن دی. په دې کار کښې حتمن باید ملاتړی ولرئ. باید ډاډه شئ چې تر بخښلو وروسته ستاسې په دننه کښې یوه نوې، پاکه او تازه فضاء جوړه شوې ده او تر پخوا ډېر خوښ او خوشحاله یاست. په زړه کښې د هري بخښني کولو سره دا احساس هم ځای لري چې زما حق تر پښو لاندې سوی دی. بخښل په ظاهره آسانه کار نه دی ځکه خو دا د هغه چا کار دی چې ځواکمن وي. علمي څېړني په ډاګه کوي چې ځینې ژر بخښه کوي.
– د بخښول له سکونه ډک مشق/تمرین
آرام کښېنئ او خپلي سترګې وتړئ او پرېږدئ چې جسم او ذهن مو استراحت وکړي. ځان د تیاتر په یوه صحنه کښې ور ګډ کړئ. چا چې تاسې ربړولي یاست او تاسې باید اوس وبخښئ د تیاتر پر صحنه راځي. کوښښ وکړئ چې هغه ښه سم ووینئ. وروسته ټولي نېکي ډالۍ د هغه له پاره راټولي او هغه ته یې ورکړئ. ټولي هغه نېکي او ښې ډالۍ چې د هغه له پاره ارزښتناکې وي. بیا هغه ددې ټولو ډالیو سره خندان او نېکمرغه ووینئ.
د څو دقیقو له پاره همدې تصویر ته وګورئ. وروسته وغواړئ چې ورک شي. کله چې هغه صحنه پرېښودله؛ بیا ځان صحنې ته راولئ. وګورئ چې ټولې نېکي ډالۍ ستاسې خوا ته هم راځي. ځان هم خندان او خوشحاله ووینئ.
د کائیناتو نعمت زموږ ټولو په اختیار کښې دی.