ولسمشر پایلوبه کوونکي لوبډلي وستایلې!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون شنبه له غرمې مخکې په چهارچڼار ماڼۍ کي د افغان فوټبال فدراسیون له مسئولینو او په افغان فوټبال غوره لیګ کي د پایلوبه کوونکو ټیمونو(طوفان هریرود او شاهین آسمايي) له لوبغاړو سره وکتل.
fb img 1569116353421 ولسمشر پایلوبه کوونکي لوبډلي وستایلې!
ولسمشر محمد اشرف غني لومړی طوفان هریرود فوټبال لوبډلي ته په افغان غوره لیګ اتم پړاو کي د اتلولۍ مبارکي وویله او وروسته ئې لوبغاړو ته په خطاب کي وویل، چي تاسي د هیلي نښه او د افغان ملت د عزم او ارادې تمثیلونکي یاست.
fb img 1569116370641 ولسمشر پایلوبه کوونکي لوبډلي وستایلې!
د هېواد جمهور رئیس دې ته په اشارې چي د ورزش پیاوړي کول د دولت دنده ده وویل، دولت د همدې لپاره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو تمویل کړ.
ولسمشر اشرف غني د یادي ناستي په پاي کي وویل، چي د دولت له بودیجي څخه به د طوفان هریرود او شاهین آسمايي فوټبال لوبډلي د ټولو لوبغاړو سره ۵۰ ـ ۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړي.
fb img 1569116381877 ولسمشر پایلوبه کوونکي لوبډلي وستایلې!
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو یوه میاشت مخکي د ۸ لوبډلو ترمنځ پيل سوی وو، چي تېره جمعې ورځ ئې پایلوبه د طوفان هریرود او شاهین آسمايي ترمنځ ترسره سوه.
په یاده پایلوبه کي طوفان هریرود ۱ ګول پر ۰ شاهین آسمايي مات کړ او لومړی مقام ئې خپل کړ.
fb img 1569116442668 ولسمشر پایلوبه کوونکي لوبډلي وستایلې!
دا د طوفان هریرود درېیم ځل وو، چي د افغان غوره لیګ په اتو پړاونو کي ئې لومړی مقام خپل کړ.
fb img 1569116429250 ولسمشر پایلوبه کوونکي لوبډلي وستایلې!
د طوفان هریرود ترڅنګ ۴ ځلي شاهین آسمايي او ۱ ځلي بیا سپين غربازانو یاد جام خپل کړی.
د یادولو وړ ده، چي سږ کال لومړنی ځل وو، چي د «یو ولس او یو ږغ» تر شعار لاندي دا لیګ د جمهوري ریاست له لوري ملاتړ کېده.