ولسمشر غني: کرونا سره مبارزه ملت – دولت ته تاریخي ازموینه ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د بدخشان، کندز، بغلان او تخار والیانو راپور واورېد.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې کنفرانس کې یادو والیانو، کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د ولایتي کمېټو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د کرونا ویروس پر وړاندې د تدابیرو، اقداماتو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او په یادو ولایتونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.
د والیانو راپور او د پاملرنې غوښتنه
هغوی وویل:

«د عامه پوهاوي کمېټې جوړې شوي، په ښارونو کې دوا پاشل شوې، مدني ټولنو سره همغږي شوې او د تجرید یا قرنطین مرکزونه جوړ شوي او همداراز د احتکار مخنیوي او د قېمتونو د کنټرول کمېټې هم جوړې شوې دي.»

یادو والیانو وړاندیز وکړ چې د تشخیص مرکزونو جوړولو او د طبي تجهیزاتو برابرولو ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.
د دولت رول
سرچینه وايي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح په عمومي او تخنیکي برخو کې کرونا ویروس سره د مبارزې پالیسي تشریح کړه او ټینګار یې وکړ چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې دولت رهبري کوونکی او مدیریتي رول لري.
هغه د دې په بیانولو سره چې والیان کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ښه مدیریتي ظرفیت لري وویل:

«تاسو باید ټولنه کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره په یوه نوي چوکاټ کې بسیج کړئ او په تېرو لسو کلونو کې د طبیعي پېښو او افتونو اټکل وړاندې کړئ ترڅو د هغه په رڼا کې له وړاندې تدابیر ونیول شي.»

همداراز صالح کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دولت پنځه مرحله یي تخنیکي لیدلوری له هغې ډلې اعتراف، خپرېدو، د بدبختۍ اوج، اضطراري مرستې او بیا احیا په برخو کې تشریح کړ او له کورنیو تولیداتو او ریاضتي اقتصاد څخه د استفادې په تړاو یې د جمهوررئیس د لارښوونو په اړه خبرې وکړې.

دا خبرې پرون د شمال ختیځ زون والیانو سره د ولسمشر کنفرانس پرمهال شوي

ولایتونو ته د پیسو ځانګړي کول
جمهوررئیس د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته، پر دې په ټینګار چې ټول ولایتي ریاستونه باید د والیانو تر رهبرۍ لاندې کار وکړي وویل:

«بدخشان ولایت ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ او کندز، بغلان او تخار هر ولایت ته به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او ولېږدول شي.»

ښاغلي غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یادو ولایتونو اړتیاوو ته په پام لازم اقدامات ترسره کړي او والیان دې د ولسوالیو د واضح تصویر په لرلو سره له ولسوالیو او زونونو سره اړیکې او همغږۍ زیاتې کړي.
سرچینه وايي، جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې د کورنیو کرنیزو محصولاتو ملاتړ کېږي وویل، کرونا ویروس سره د مبارزې ازموینه د دولت ـ ملت لپاره تاریخي ده او باید د هر اړخیزو تدابیرو او اقداماتو په ترسره کولو سره په هغه بریالي شو.