ولسمشر غني وایي، مؤقت حکومت هیڅ راز مشروعیت نه لري او دی ددې صلاحیت نه لري چې جمهوریت منحل کړي.
ولسمشر غني چې د اسپن امنیتي مجمع لخوا رابلل شوي بحث کې یې خبرې کولې وویل،افغانان له مؤقت حکومت بدې خاطرې لري، ځکه په وینا یې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ وروستیو پېښو وښوده چې دغه چاره د نظام د پاشل کېدو سبب شوه.
نوموړی وایي، زه په هیڅ ډول د سولې مخالف نه بلکې د سولې قهرمان یم.
اشرف غني وایي، تمه لري چې د امریکا نوې اداره د سولې په اړه یوه واقعبینانه بیا کتنه وکړي، شته ننګونې وګوري او داسې پریکړه وکړي چې د دواړو هیوادونو امنیت ورسره خوندي وي.
ولسمشر غني زیاتوي، زلمی خلیلزاد د امریکا استازی دی او د امریکا له ګټو حمایت کوي، خو په وینا یې دی د افغانستان ولسمشر دی او له افغاني ګټو ملاتړ کوي.
له وړاندې د حکومت غبرګون
حکومتي سرچینو له دې وړاندې ویلي ول چې د ولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلې ده او محمد اشرف غني به د خپلې پنځه کلنې دورې تر بشپړېدو وروسته واک هغه چاته وسپاري چې د افغانانو د رایو پر اساس وټاکل شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال دغه څرګندونې د طالبانو د هغو خبرو په ځواب کې کړي چې ویلي یې دي، دوی سولې ته حاضر دې، خو ولسمشر غني دې استعفا ورکړي، تر څو د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه ختم شي.
دولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلې ده، اوسنی ولسمشر به د خپلي دورې تربشپړېدو وروسته ځای هغه کس ته پرېږدي چې دافغانستان دخلکو درایو پراساس وټاکل سي
— Dawa khan Menapal (@menapal1) January 29, 2021
د طالبانو د مرکچي او سیاسي دفتر پلاوي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د یوه پلاوي په ملتیا روسیې ته تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره تر خبرو وروسته نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، که ولسمشر اشرف غني همدا نن استعفا ورکړي، دوی سولې ته حاضر دي.
ستانکزی وايي، د سولې لپاره یواځیني خنډ د ولسمشر غني حکومت دی او د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوي تړون کې د نوي اسلامي حکومت په تړاو ویل شوي او باید د دې هوکړې له مخې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شي.
نوموړی زياتوي: «د بهرنيو ځواکونو په شتون کې موږ وسله پر ځمکه نه شو ایښودلی. که همدا اوس اشرف غني له جنګه لاس واخلي او ووايي چې زه استعفا کوم او د نوي حکومت لپاره د سولې قرباني ورکړي…. په همدې دلیل هم مذاکرات کوو.»
خو د ده په خبره، اشرف غني هڅه کوي خپل واک ته دوام ورکړي، که په يوه نظام توافق ته ورسېږو، اوربند کېږي.
د هغه په وینا، دوی داسې حکومت غواړي چې د افغانانو اکثريت يې غواړي، د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه به په کې خوندي وي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه به کوي، د جعفریه فقهې ټولو اصولو ته به احترام لري او د دې مذهب پیروان به په راتلونکي کې په خپلو ټولو مذهبي چارو کې ازاد وي.
هغه وویل، طالبان له القاعده ډلې سره اړیکې نه لري او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې هېڅ بهرنی وګړی د دوی په لیکو کې نشته.
خو د امریکا د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او له القاعده ډلې سره د اړیکو پرې کولو په اړه خپلې کړې ژمنې لا هم نه دي عملي کړي او دا د دې لامل شوی، تر څو د سیاسي هوکړې له مخې حل لار سخته شي.
شېر محمد عباس ستانکزي پر افغان حکومت تور پورې کړ چې د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه جوړي او نه غواړي چې افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي، خو د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړیو بیا ویلي چې طالبان په دویم پړاو مذاکراتو کې د خبرو مېز ته نه حاضرېږي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني هم له «سي این این» خبري شبکې سره په یوې مرکې ویلي و چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي.
ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او په وینا یې هغه ټولنه نه ده چې د طالبانو پخوانۍ تګلاره ومني.