ولسمشر غني: د سولې د بهیر ناکامېدو سره به پاکستان هم سخت زیان وویني

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ولسمشر غني ویلي، که د سولې روانه پروسه ناکامه کېږي نو پاکستان ته به یې د بل هر هېواد په پرتله ډېر زیان رسېږي.

ولسمشر غني تېره ورځ د اېکو سازمان سرمشریزې ته په خپله وینا کې وویل،‌ پاکستان په افغانستان کې تلپاتې سولې راوستلو کې مهم رول لوبولی شي خو که دا کار له زړه وکړي.‌

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ییز تضمین موجود وي.

د هغه په وینا، اوس د یو سیاسي جوړجاړي له لارې افغانستان ته د سیاسي ثبات راوستلو طلایي فرصت دی.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې‌ افغانستان کې د اساسي قانون برلاسي او د یو منظم سیاسي بدلون لپاره اړین شرط دا دی چې د نړیوالې ټولنې په مرسته او د هغوې تر څارنې لاندې دې هېواد کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

د اېکو سازمان همدې سرمشریزې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وویل، چې افغانستان کې سوله د اېکو سازمان هېوادونو او سیمه کې د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده.

نوموړي هیله وښوده چې د افغان سولې لپاره روانې خبرې به مثبته پایله ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په خبري غونډه کې ویلي چې په کابل کې د خلیلزاد درې ورځنی سفر پای ته رسېدلی دی.

د هغه په خبره په دې سفر کې پر بېلو مسایلو بحث شوی دی او په وینا یې دا سفر اغېزناک و.

هغه د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو دا یې زیاته کړې چې تر اوسه طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د اندېښنې وړ ده.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې خلیلزاد د خورا مهمو مسایلو او سولې په اړه له افغان چارواکو، سیاسیونو او مدني فعالینو سره خبرې کړې دي.

سرچینه کاږي چې د خلیلزاد سفر له لاس ته راوړنو ډک و، خو په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له کابل څخه پلازمینې دوحې ته رسیدلی او هلته یې لومړي ګام کې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره لیدلي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي