ولسمشر غني وایي له دې وروسته به ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي.
ولسمشر غني چې نن یې په نیمروز ولایت کې کمال خان بند پرانیست، په همدې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان د اوبو د مدیریت لپاره مهم پلانونه لري او ډېر ژر به افغانستان په زراعتي برخه کې پر ځان بسیا شي.
نوموړي وویل چې ددې بند د پاتې برخو چارې به هم ډېرې ژر بشپړې شي چې ورسره به د زرګونه هکتاره ځمکې د خړوبولو زمینه برابره کړل شي.
ولسمشر غني یو ځل بیا ایران ته په خطاب وویل چې له هوکړې له مخې به تر ټاکل شوې اندازې اوبه ورپرېږدي خو تر هغه ډېرې به د پیسو په مقابل کې پر دغه هېواد پلورل کېږي.
هغه وسله والو طالبانو ته هم په خطاب وویل چې له جګړو لاس واخلي او په خبره یې افغانستان جوړېدو ته اړتیا لري او ددې کار لپاره د جګړو ختمېدل مهم دي.
ولسمشر د امریکا وروستۍ طرحې ته یو ځل بیا اشاره کړې ده او په خبره یې دا کاغذونه ډېر راغلي او لا به راځي خو دوی د افغانستان د جوړولو او باعزته سولې لپاره کار کوي.
په همدې حال کې د اوبو د تنظیم ملي ادارې رییس خان محمد تکل نن د کمال خان بند د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د اوبو د مدیریت له لارې غواړي افغانستان ته زرغونتیا او پرمختګ را وګرځوي.
د هغه په خبره ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د اوبو له مدیریت وېره لري چې دا وېره یې بېځایه ده او افغانستان حق لري له خپلو طبیعي منابعو استفاده وکړي.
د تکل په خبره افغانستان په ډېرو برخو کې د اوبو د مدیریت او تنظیم لپاره رغنده او مهم پلانونه لري چې یو پر بل پسې به عملي کېږي او هغه پروژې به هم بشپړيږي چې تر کار لاندې دي.
کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې جوړ شوی چې د زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو ته به زمینه برابره کړي.
د یادونې ده چې د کمال خان بند د هلمند پر رود د اوبو د مخگرځونې هغه بند دی چې د نیمروز د چهاربرجک په ولسوالۍ کې د زرنج له ښاره د ۹۵ کیلومترو په واټن کې پروت دی، چې لومړۍ ځل یې د جوړونې چارې په ۱۳۴۵م کال پیل شوې.
پر کمال خان بند له پیله تر پایه ډېر بریدونه شوي، چې پر هغو کې ۳۵ ډلهییز او چریکي بریدونه؛ ۱۶ د ثقیله وسلو بریدونه؛ ۱۲۰ د هاوان مرمۍ پرې غورځول شوې او تر دې دمه پرې ۹۸ حملو مخه نیول شوې ده.
همداراز د یاد بند د ساتنې په خاطر ۳۹ افغان سرتېرو ژوند بایللی، ۲۸ د دښمن له لوري بندیان او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.