ولسمشر غني وايي تمه لري چې د بایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پيل شي.
ولسمشر غني بایډن ته د مبارکۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دا د امریکا لپاره تاریخي ورځ ده او بایډن ته د بریا هیله کوي.
Congratulations, President @JoeBiden, for a new beginning on this historic day. In these trying times, Afghanistan stands alongside the United States—our foundational partner—as it starts anew to restore partnerships for peace and to tackle the multilayered problem of terrorism.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) January 20, 2021
هغه زیاته کړې چې افغانستان له کلونو راهیسې په جګړو کې دی، ډېر وخت د امریکا تر څنګ درېدلی او اوس د امریکا د نوي حکومت له مشرتابه دا تمه کېږي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودرېږي او دلته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.
ولسمشر غني همدا راز ویلي چې د بایډن په راتګ سره به د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پیل شي او دا اړیکې به لا پراخې او پیاوړې شي.
په ورته مهال کې ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس وېلسن او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان سکاټ مېلر سره وکتل.
ارګ چهارشنبه ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه لیدنه نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې تر سره شوه.
سرچینه زیاتوي په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، جینیوا کنفرانس د ژمنو او د امریکا د نوي حکومت سره چې سبا به رسماً خپل کار پیل کړي د افغانستان د اړیکو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې جنرال سکاټ مېلر، دوحې ته د خپل وروستي سفر جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړل.
دا ناسته په داسې مهال شوې چې د متحده ایالاتو نوي دفاع وزیر په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې د بیا ارزولو خبر ورکړی دی.
بل خوا د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن چې تېر ماښام یې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه لوړه ترسره کړه، دا چې دی به د طالبانو له تړون سره په کوم نظر وي د بهرنیو چارو نوي وزیر یې په اړه څرګندونې کړې دي.
د امریکا د ټاکلي ولسمشر جوبایډن له خوا د بهرنیو چارو وزارت لپاره ټاکل شوی انټوني بلېنکن وایي، له طالبانو سره به د امریکا تړون وارزوي.
د امریکا د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن تېره ورځ د خپل واک د تایید غونډه کې وویل، موږ دغه جګړه چې ابدي جګړه بلل کېږي پای ته رسول غواړو، ځواکونه ستنول غواړو، غواړو هلته تر یوه برید د هر ډول ترهګرۍ د ستنېدو سره د چلن وړتیا وساتو چې له امله یې ورغلي وو.
نوموړي دغه راز د دوحې د تړون په اړه وویل، باید کره وارزوو چې ریښتیا د څه په هکله خبرې شوې دي تراوسه لا د دې تړون پر جزیاتو خبر نه یو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تېره ورځ یې واک پای ته ورسیده د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ پر ۲۹ مه نېټه یې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د خپل هېواد تر ټولو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره یې هڅې پیل کړي.
د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن چې پخوا له له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ملاتړی و خو مرستیالان یې بیا وایي، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره باید یو شمېر سرتېرې په افغانستان کې پاتې شي.