وحید عمر: هېڅوک دا حق نه لري چې د خلکو لپاره حدود وټاکي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره حق نه‌ لري چې د اساسي قانون پر خلاف د هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي.

ښاغلي عمر دغه څرګندونې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې چې ویلي یې دي له ۱۲ کلنۍ د لوړ عمر لرونکې نجونې  نه‌ شي کولای د نارينه وو په غونډو کې ترانې ولولي.

نوموړي نن شنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دوی د پوهنې وزارت له مشرتابه سره په اړيکه کې دي، ترڅو د یادې پرېکړې په هکله خپل دریځ روښانه کړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پوهنې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، تر دې وروسته هغه نجونې چې له ۱۲ کلونو ډېر عمر ولري، نه شي کولی د نارینه وو په حضور غونډو کې ترانې ووايي.

د وحید عمر تر دې څرګندونې مخکې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پوهنې وزارت د یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې هنري مهارتونو ته لاسرسي د ماشومانو حق دی او نباید ترې محروم شي.

د همدې موضوع په تړاو یاران ویبپاڼې د پوهنې وزارت له ویاندې نجیبه آرین سره مرکه وکړه.

نوموړې په خپله مرکه کې وویل چې دا د کابل د پوهنې ریاست کار و او د پوهنې وزارت سره یې دا موضوع شریکه کړې نه وه.

د یادونې ده چې دغې پریکړې په هیواد دننه او بهر د ګڼو خلکو غبرګونونه راوپارول او دا کار یې د نجونو د حقونو اخیستل یاد کړل.

خو نجیبه آرین ویلي چې د پوهنې وزارت دا پریکړه بیرته اخلي او لنډ وخت کې به د دغه موضوع سپیناوی ولس ته ورکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي