هیواد کې په لومړي ځل یوې مېرمنې ګلان پلورنځی جوړ کړی

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره، یوې مېرمنې په خپل مالي لګښت د تازه ګلانو پلورنځی جوړ کړی.
دغه مېرمن، چې بنفشه نومیږي، د مزارشریف ښار په یوه څنډه کې یې د (ګلسرا) په نوم د ګلانو پلورنځی جوړ کړی، چې شاوخوا ۲ زره ډالر لګښت پرې راغلی.
دغه ګل پلورونکې میرمن وايي: “ د ټول کور او ماشومانو د ساتنې او پالنې مسؤولیت یې په سر دی، په کور کې هیڅ نارینه هم نلرم، له حکومت مو هم تمه شلیدلې، نو مجبوره وم، چې له کوره راووځم او په ښار کې کار وکړم.”
مېرمن بنفشه زیاتوي، د تازه ګلانو دوکان یې ځکه د ژمې په موسم کې پرانستی، چې د پسرلي تر را رسیدو پورې به کاروبار ډیر پراخ شوی وي او د اوس په پرتله به د تازه ګلانو سلګونه ډولونه ولري.
د نوموړي په وینا، ګلان پلورنځی یې ځکه جوړ کړو چې په افغانستان کې د ګلانو دود په دې وروستیو کې زیات شوی او ګڼ خلک ګلان د بیلا بیلو موخو لپاره اخلي.
وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو کې د دغې مېرمنې د ګل پلورنځي عکسونه خپاره شول، د خلکو له هرکلي سره مخ او دا یې د افغان مېرمنو له جملې څخه د یوې ابتکار او نوښت بللی.
له دې وړاندې هم په پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو کې ګڼ شمیر میرمنو له کوره بهر په ښارونو کې دوکاندارۍ او بازار ته مخه کړې، خو دا لومړی ځل دی، چې یوه مېرمن په خپل مالي لګښت د تازه ګلانو یو داسې دوکان جوړوي، چې د ګڼ شمیر خلکو پام ور اوښتی دی.
ګلان چې د بیلا بیلو موخو لپاره کارول کیږي مګر د دې ترڅنګ ډېرې روغتیایي او اقتصادي ګټې هم لري.
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ګلانو مختلف ډولونه پکې موندل کیږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي