هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد!

سپینه تجريدي ډیزاین

هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي تازه ۲۵ مثبتي پيښي ثبت سوې، چي په دې سره هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد.
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت تائید کړه، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۲۵ مثبتي پيښي په هرات، کابل او بدخشان ولایتونو کي ثبت سوې او په دې سره د کرونا ویروس مثبتي پيښي په افغانستان کي ۱۴۵ ته ورسېدې.
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي:

((په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۴۰ مشکوکي پښي د بیلابیلو ولایتونو څخه ثبت سوي وې، چي له ډلي ئې دوې له کابل او یوه بیا په بدخشان کي مثبته وخته.))

د مایار په خبره:

((همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۶۸ مشکوکي پيښي په هرات ولایت کي ټیسټ سوې، چي له ډلي ئې ۲۲ مثبتي وې او پاته نوري منفي وختې.))

مایار وايي، چي هرات ولایت کي تازه ثبت سوو ۲۲ مثبتو پيښو کي ۱۳ نارینه او ۹ بیا ښځي دي.
هرات ولایت کي ۱۰۶، کابل کي ۶، فراه کي ۵، سمنګان کي ۴، نیمروز کي ۴، لوګر کي ۳، بلخ کي ۳ او زابل کي ۲ د کرونا ویروس پيښي ثبت سوي.
او همدرانګه بیا غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپيسا، بادغیس او سرپل ولایتونو کي په کرونا ویروس د اخته کسانو پيښي یوه ـ یوه ثبت سوې.
د افغانستان د عامي روغتیا وزرات د ویاند په خبره، چي ۴ نوري مثبتي پيښي بیا د قاطع ملاتړ ماموریت په ځواکونو کي ثبت سوي او په دې سره په ټول هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته رسېدلی.

بخلوا بیا په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر اوه سوه زره واوښت.
د وروستیو شمېرو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۷۲۱۹۴۶ ته رسېدلی دی.
همدا راز په ټوله نړۍ کې ۳۳۹۶۶ کسه د کرونا یا کووید۱۹ ویروس له امله وژل سوي دي.
 امریکا د ترټولو ډېرو مثبتو پېښو په لرلو د لېست په سر کې ده. په دغه هېواد کې تر دې دمه ۱۴۲۰۴۷ کسه په کرونا اخته سوي او ۲۸۴۸ یې وژلي دي.
ایټالیا بیا د مړو سوو کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده. په دغه هېواد کې د کرونا له امله تر دې دمه ۱۰۷۷۹ کسه مړه سوي او ۹۷۶۸۹ نور ورباندې اخته دي.
 په اسپانیه کې ۸۰۱۱۰ کسه، په جرمني کې ۶۲۴۳۵ کسه، په فرانسه کې ۴۰۱۷۴ کسه په کرونا اخته سوي دي.
په ایران کې بیا د مړو شمېر ۲۶۴۰ او د اخته کسانو شمېر ۳۸۳۰۹ ته رسېدلی دی. سعودي عربستان کې ۱۲۹۹ مثبتې پېښې او په پاکستان کې بیا ۱۵۹۷ مثبتې پېښې ثبت سوې دي.