هند په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي ویسټ انډیز ته ماته ورکړ.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: صابرحميدي
د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب پرون جمعه د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پیل سوه، چي په لومړۍ لوبه کي هند په ۶ ویکیټو ویسټ انډیز ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه، ویسټ انډیز په ټاکلو شل آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره هندوستان ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکی.
د ویسټ انډیز لپاره هیتمایر ۵۶، ایون لیویز ۴۰، کیرون پولارډ ۳۷، برانډون کینګ ۳۷ او جیسن هولډر بیا ۲۱ منډي جوړي کړې.
د هند لپاره بیا په توپ اچونه کي د ویسټ انډیز ۲ لوبغاړي چاهال، خو سنډر، دیپک چاهار او جدیجا بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
کله چي هندۍ لوبډله د توپوهني لپاره میدان ته کښته سوه د ویسټ انډیز له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۱۸،۴ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د هند لپاره لوبډلمشر ویراټ کوهلي ۹۴ ناسوځېدلي، لوکیش راهول ۶۲ او ریشپ پنټ بیا ۱۸ منډي جوړي کړې.
د هند دوه لوبغاړي پیري، خو کوټریل او پولارډ بیا یو ـ یو لوبغاړي وسوځول.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی د هند لوبډلي لوبډلمشر ویراټ کوهلي وټاکل سو، هغه د خپلي لوبډلي لپاره ۹۴ تیزي ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
هند او ویسټ انډیز لوبډلي به د لړۍ دوهمه شل آوریزه لوبه سبا یکشنبه ماښام ۶ بجې او درېیمه لوبه به بیا راتلونکې چهارشنبه پر عیني وخت ترسره کړي.
د یادو درو شل آوریزه سیالیو وروسته د هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبي هم د هند په کورتبوب ترسره کیږي.
د یادي لړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۵مه، دوهمه په ۱۸مه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د رواني ډيسمبر میاشتي په ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.