
د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې دوهمه یو ورځنۍ لوبه پرون د چهارشنبې په ورځ ترسره سوه، چي هندوستان د ۱۰۷ منډو په توپير ویسټ انډيز ته سخته ماته ورکړه.
د یادي لوبي پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او هندوستان ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه.
هندوستانۍ لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۳۸۸ منډو هدف وټاکه.
په یاده لوبه کي د ویسټ انډيز لپاره روهیت شرما ۱۵۹، کیل راهول ۱۰۲، ایر ۵۳، پنټ ۳۹ او جادوا بیا ۱۶ منډي جوړي کړې.
د ویسټ انډيز لپاره کوټریل دوه، خو کیمو پاول، جوزیپ او پولارډ بیا یوه ـ یوه ویکیټ واخیستله.
کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي د توپوهني لپاره میدان ته کښته سول نو د لوبي په ۴۳،۳ آورونو کي ئې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۰ منډي جوړي کړې او په دې سره ئې د سریز په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کي د هندوستان څخه د ۱۰۷ منډو په توپیر سخته ماته وخوړه.
د ویسټ انډیز لپاره هوپ ۷۸، پوران ۷۵، کیمو پاول ۴۶، لیویز ۳۰ او پير بیا ۲۱ منډي جوړي کړې.
د یادي لوبډلي ۳ لوبغاړي محمدشامي، ۳ لوبغاړي کلدیف یاداو، ۲ لوبغاړي جدیجا او ۱ لوبغاړ بیا ټاګور وسوځاوه.
د یادو دوو هیوادونو ترمنځ په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي ویسټ انډيز ـ هند ته ماته ورکړې وه، چي اوس سریز یو ـ یوه مساوي دئ، خو د لړۍ وروستۍ او پایلوبه ئې راتلونکې یکشنبه ترسره کیږي.
هند او ویسټ انډیز د رواني لړۍ مخکي د ۳ شل آوریزه سیالیو لړۍ هم ترسره کړه، چي هغه ۲ پر ۱ هند وګټله.