د هندوستان په کوربتوب د هند او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ ترسره سوه، چي هند یاده لړۍ د ویسټ انډيز څخه ۲ پر ۱ وګټله.
د یادو دوو هیوادونو ترمنځ په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي هند بریا خپله کړې وه، خو په دوهمه شل آوریزه لوبه کي بیا ویسټ انډیز هند ته ماته ورکړه.
خو د لړۍ وروستۍ او پایلوبه ئې بیا پرون چهارشنبه ترسره کړه، چي هند په ۶۷ منډو ویسټ انډيز ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډيز ته خورا لوی هدف ۲۴۱ وټاکه.
د هند لپاره په یاده لوبه کي راهول ۹۱، روهیت شرما ۷۱ او ویراټ کوهلي بیا ۷۰ منډي جوړي کړې.
د هند یو لوبغاړی کوټریل، یو لوبغاړی ویلیمس او یو لوبغاړی بیا پولارډ وسوځاوه.
کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي د توپوهني لپاره میدان ته کښته د هند ورکړل سو هدف ئې نه کړ پوره. دې لوبډلي د لوبي په ۲۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډي جوړي کړې او په دې سره ئې د ۶۷ منډو په توپیر له هند څخه ماته وخوړه.
د ویسټ انډیز لپاره بیا پولارډ ۶۸ او هیتمایر بیا ۴۱ منډي جوړي کړې.
د هندوستان لپاره بیا په یاده لوبه کي دیپک چاهار، بنوېشور کمار، محمدشامي او کلدیف یاداو هره یوه دوه ـ دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي وسوځول.
د دې دوو هیوادونو ترمنځ د یادو درو شل آوریزه سیالیو وروسته د راتلونکي یکشنبې په ورځ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلیږي.
د یادي لړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه راتلونکې یکشنبه، دوهمه د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۸مه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د رواني ډيسمبر میاشتي په ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.