هندي سینما پر ټولنیزو رسنیو د سریدیوي د ناڅاپي مړینې ویر ژاړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندي سینما دغه وتلې او مشهوره فلمي ستورې شنبه د شپې ناوخته په دوبۍ کې د زړه د حملې له امله مړه شوه. د نوموړې مړینې د هغې مینه وال او دوستان سخت خواشیني کړي دي.
د سریدیوي د مینه والو، سربېره ګڼو خلکو پر ټولنیزو رسنیو کې د هغې پر ناڅاپي مړینه خپله خواشیني ښکاره کړې ده.
ریشي کپور چې له سریدوي سره په ډيری فلمونو کې یو ځای لوبیدلی دی، پر خپل ټویټر لیکلي دي: «سهار مې په دې درناک خبر پیل شو چې له امله يې سخت خواشینی شوم.»

هغه د سریدیوي میړه او لوڼو ته تسلیت ویلی.
وتلي فلمي ستورې پرینکا چوپړا پر خپله ټویټره پاڼه لیکلي دي: «هغه توري راسره نشته چې ددې دروند درد اظهار پرې وکړم.»

مزاحیه اداکار جاني لیور ویلي، د سریدیوي ناڅاپي مړینې سخت خواشینی کړی دی. نوموړې د سردیوي کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړی.

وتلي فلمي اداکار انوپم کهیر هم خپل درد ښکاره کړی او ویلي دي، فکر کوي، چې کوم وېرونکی خوب ګوري. هغه وايي دا خبر بیخي دردونکی و.کهیر زیاتوي؛ هندي سینما یوه ښه هنرمنده، ښه دوسته او ښکلې څېره نوره نه لري.

انوپم کهیر له سریدیوي سره په ډېرو فلمونو کې یو ځای کار کړی دی.
مادهوري ډکشټ او ګڼورو نورو فلمي ستورو هم د سردیوي پر مړینه خپله خواشیني پر ټولنیزو رسنیو ښکاره کړې ده.