هلمند کي د خپلواکۍ په نوم د کريکټ سيالۍ پيل سوې.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت 
دهلمند د کريکټ د امريت له لوري د خپلواکۍ د سلمي کليزي په وياړ د هارډ توپ ټورنمينټ پيل سو.
د خپلواکۍ په نوم شل اووريز ټورنمينټ کي ۱۸ لوبډلي په ۴ ګروپونو کي لوبي کوي.
IMG 20190731 110428 334 هلمند کي د خپلواکۍ په نوم د کريکټ سيالۍ پيل سوې.
د هلمند کريکټ امر جانان فولادوال وايي ددې ټورنمينټ لوی هدف د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو سلمي کليزي احترام دی، او دځوانانو د يووالي په موخه جوړسویدی.
20190731 093711 هلمند کي د خپلواکۍ په نوم د کريکټ سيالۍ پيل سوې.
نوموړی وايي ددې لوبو څخه به موږ د هلمند په سطحه قوي لوبغاړي ولټوو او د ولايتي يا نورو سياليو لپاره به يې چمتو کړو.
په روان ټورنمينټ کي لوبڅار حميدالله ممتاز هم ددې ټورمينټ پيل د کريکټ پرمختګ بولي او وايي د کريکټ د ټولو اصولو په رعايت سره به خپله دنده پر مخ بيا يي او دده په وينا هلمند کي ځوان استعدادونه سته چي ددې ډول ټورنمينټونو په ترسره کولو به لا پرمختګ وکړي.
IMG 20190731 110308 849 هلمند کي د خپلواکۍ په نوم د کريکټ سيالۍ پيل سوې.
حميدالله ممتاز وايي خوښ دی چي ځوانان په ډير شوق سره لوبيږي او دکريکټ بورډ د امريت څخه يې مننه وکړه چي ځوانان يې بوخت ساتلي.
د راشدخان کريکټ لوبډلي لوبغاړی احسان الله زهير وايي ددې ټورنمينټ لپاره يې ډير زيات تمرينات ترسره کړي خو دی وايي تر اوسه لاهم د هلمند معياري لوبغالی چمتو ندی چي ورباندي لوبي وکړو نو ځکه اوس پرسميټي ويشتن ځايونو لوبي کوو.
IMG 20190731 WA0025 هلمند کي د خپلواکۍ په نوم د کريکټ سيالۍ پيل سوې.
دده په وينا هلمند کي کريکټران ډير زيات دي خو د معياري لوبغالي نه جوړښت ددوی د مسلکي تمريناتو مخه نيولې.
د هلمند د کريکټ لوبغالی چي د جوړښت چاري يې کابو ۱۷ مياشتي کيږي پيل سوي خو لاهم په پوره ډول ندی جوړ.
د خپلواکۍ په نوم ټورنمينټ کي هره ورځ ۲ لوبي د جلاجلا ګروپونو څخه ترسره کيږي.