هلمند کي ۲۰۰ کورنيو لپاره حرفوي او ۵۰ تنه ديني عالمانو ته د کمپيوټر او انګليسي ژبې کورسونه پرانېستل شولد هلمند والي په نوښت د توحید ټولنیزو چارو موسسې او ولایت مقام ترمنځ د شوي تړون له مخې دوې پروژې چي یوه يې د نظامي شهیدانو د کورنیو ۲۰۰ تنه نارینه او میرمنو غړو ته د خیاطۍ ، غالۍ اوبدلو ، مبایل ترمیم ، برېښنايي زده کړه، او سولر ترمیم په برخو کې حرفوې زده کړې دي او یوه بله يې د ۵۰ تنو دیني عالمانو لپاره د کمپیوټر او انګلیسي زده کړو پروژه ده پرانیستله.د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ددې پرانیستنې پرمهال وویل: د هغه شهیدانو د کورنیو غړو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابروي چي د هیواد په ساتنه کي يې قربانۍ ورکړي دي خو اوس يې د کورنۍ غړي د اقتصادي ستونزو سره مخ دي .ښاغلي یاسین خان وویل : په دې کورسونو کې تر زده کړو وروسته هر تن ته د اړوند حرفې سامانونه هم ورکول کیږي ترڅو وتوانېږي چي تر زده کړي وروسته د خپلي کورنۍ د اقتصادي حالت د ښه کېدو په موخه خپل کاروبار پیل کړي.د هلمند والي ښاغلي یاسین خان زیاته کړه: ددې پروژې په پلي کېدو سره به د بیکارۍ کچه هم راکمه شي.د توحید ټولنیزو چارو موسسې ولایتي مشر حمیدالله بارکزی وايي د حرفوې زده کړو کورس د ۳ میاشتو لپاره دی چي ۲۰۰ تنه به په بېلابیلو برخو کي ورزل شي وروسته به ورته د اړوند حرفې سامان هم ورکړل شي. هغه زیاته کړه، د ۵۰ تنه دیني علماوو لپاره د عصري زده کړو زمینه برابره شوې چي د ۶ میاشتو په جریان کي به ورته د کمپیوټر یو شمېر پروګرامونه او انګلیسي ژبه وښودل شي.د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د یادو کورسونو له بېلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه او هلته يې د زده روان بهیر ښه وباله.