هغوی چې تاسې ته رښتیني دي؛، دا نښې لري!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ليکنه او راټولونه

ځینې انسانان دي چې موږ ته ډېر ارزښت راکوي خو دا چې موږ باید په رښتینولي یې پوه شو دا نښي لري.

ـ هېڅکله تاسې په خپله خوښه سره نه اداره کوي، برعکس تاسو سره مرسته کوي ترڅو ستاسې غوښتنې او هیلې پوره شي او ترلاسه یې کړئ.

ـ کله چې تاسې سختو شرایطو کې اوسی؛ تاسو درک کوي. په داسې ډول چې ستا ستونزه د هغه ستونزه هم ده او په هر ډول حالت کې ستاسې تر څنګ وي.

ـ هر ډول پېښه چې وشي تاسې ګرم/ پړ نه بولي او نه هم په تاسو نیوکه کوي د نیوکې پر ځای هڅه کوي چې ډېر زغم سره ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.

ـ تل په تاسو باور لري او هغه خبرې چې نور وګړي ستاسو په هکله کوي اهمیت نه ورکوي. دا موقعیت لږ حساس دی او تاسو د دې پر وړاندې مسوولیت لرئ نو تاسو نه باید د هغوی له باور څخه غلطه استفاده وکړئ او تاسو د دې سبب نشئ کوم اعتماد چې پر تاسو کړئ د هغه څخه پښېمانه شي.

ـ تل تاسو ته درناوی کوي او تاسو څخه ملاتړ کوي. حتا کوم ځای کې چې تاسې نه یاست هلته هم که ستاسو پر وړاندې چا بده خبره وکړه غوږ نه نیسي، او دا هغه کار دی چې هر څوک نه ترسره کوي.

ـ کله چې څوک تاسو ته ارزښت درکوي هېڅکله دروغ نه وایي او هیڅ خبره ستاسو څخه نه پټوي تل تاسو سره رښتینی وي.

ـ تاسو سره حسادت نه کوي برعکس ستاسو پرمختګ لپاره خوشالیږي.

تل د یو تکیه ګاه په څېر ستاسو تر شاه ولاړ وي که څه هغه خوشالي وي یا هم غم هیڅکله تاسو یوازې نه پرېږدي.

ـ ستاسو پرمختګ لپاره یو پل کیږي چې تاسو په ارامه پر هغه پل قوم ووهی او بریا ته ورسېږئ.

ـ کوم چاته چې ارزښت لرئ که تاسې هر څه ورته ووایاست یا جنګ وکړئ بیا هم تاسو یوازې نه پرېږدي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.