هغه ۳ لوبغاړي چي بنګلور لوبډله اتلولۍ ته رسولای شي!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
د کرېک ټرکر وېب پاڼه وایي، که د ۲۰۲۰ م کال په آې پي ایل سیالیو کې ویرات کولي د بنګلور لوبډلې لپاره درې لوبغاړي واخلي؛ نو لوبډله به یې د لومړي ځل لپاره د آې پي ایل په تاریخ کې اتلولي یوسي.
مېچل سټارک

د اسټرالیا چټک کیڼ لاسی بې جوړې توپ اچوونکی دی، چې د نړۍ غوره توپ وهونکي یې له خطرناکې توپ وهنې وېره لري.
مخکې ملېنګا په یارکرو کې نوم درلوده؛ خو د ده سوېنګ لرونکې یارکرې بیا په نوي توپ له نږدې ټولو توپ اچوونکو خطرناک دي، چې توپ وهونکي پرې بولډوي.
مېچل سټارک د څلورو کلونو راهیسې په آې پي ایل کې نه دی لوبېدلی، په ۲۰۱۵ م کال کې له آرسي بي یا بنګلور لوبډلې سره لوبېدلی و، له هغې وروسته بیا ټپي شو او ډېر وخت د اسټرالیا په لوبډله کې هم نه معلومېده، نړیوال جام ته چمتو شو او د زیاتو وېکټو په اخېستلو سره یې نړیوال جام کې یو ځل بیا ریکارډ پرېښود او د بالېنګ په برخه کې یې د اسټرالیا ملا ور وتړله.
۲۰۱۴ م کال کې دی بنګلور لوبډلې په ۵ کروړه هندي کلدارو واخېست او د دوو پړاوونو ۲۷ لوبوکې یې ۳۴ وېکټې واخېستې.
۲۰۱۸ م کال کې هغه کلکتې لوبډلې په ۹ اعشاریه ۴ کروړه هندي کلدارو واخېست؛ خو ټپ یې اجازه ورنه کړه، چې آې پي ایل کې دې ولوبېږي.
وېب پاڼه وایي اوس سټارک بالکل چمتو دی، چې د ۲۰۲۰ م کال په آې پي ایل کې ولوبېږي.
خو له آې پي ایل څخه د ګوتو په شمار میاشتو واټن کې نړیوال شل اوریز جام په اسټرالیا کې ترسره کېږي؛ ښایي د اسټرالیا کرکټ بورډ سټارک ته اجازه ورنه کړي، چې آې پي ایل کې ولوبېږي او نړیوال جام لپاره به یې وساتي.
شاهرخ خان

شاهرخ خان د ټامیل ناډو ایالت په چینای سیمه کې زېږېدلی دی، هغه ۲۴ کاله عمر لري او هېټر توپ وهونکی دی، هغه لیکا کوی کېنګز لوبډلې لپاره لوبېږي، هغه اوس په وېجی هزاري ټرافي لوبو کې هم ښکلې توپ وهنه کوي.
څلورو پاڼیو توپ وهنه کې یې ۱۵۱ منډې کړي.
د هندۍ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ایم ایس ډوني هم همدې سیمې اوسېدونکی و او ښه هېټر و، وېب پاڼه وایي که شاهرخ خان د ویرات کولي لوبډلې بنګلور له خوا واخېستل شي؛ نو بریالی رول به ورته ولوبوي او په اتلولۍ به یې ونازوي.
جېسن رای

جېسن رای د انګلستانۍ لوبډلې اوپنر لوبغاړی دی، دی ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې ډیلي لوبډلې اخېستی و.
نوموړی برید کوونکی توپ وهونکی دی، نړیوال جام کې یې په بالرانو سر وګرځاوه او هر ډول بالران یې سخت وټکول، د ده او جاني بېرسټو چټک اوپننګ په ډېری لوبو کې انګلستان بریاوو ته رسولی دی.
رای د شل اوریزو لوبو ښه ریکارډ لري، دی په شل اوریزو لوبو کې ۱۴۵ اعشاریه ۷۷ سټرایک رېټ لري او په ټولو شل اوریزو لوبوکې چې لیګونه هم پکې شامل دي، ۵ زره منډې کړي دي.