ژباړه: محمد عزيز پردېس
مونږ ټول خپل ژوند د خپلې اړتيا مطابق علم او پوهې سره پيلوو، بيا دنده اخلو او تر هغه ځايه چې شونې وي ځان ته زده کړه ورکوو. هغه کسان چې نشي کولی دغه کار ترسره کړي، په ډېرې چټکۍ سره به شاته پاتې شي.
زده کړې، تجربه او علاقه هر يو هغه لارې دي چې د برياليتوب څړيکې روښانه کوي؛ خو که غواړئ سرعت ولرئ او خپل حرکت په هره شېبه کې کنټرول کړئ، بايد تل خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ، خپل دايمي سوند توکي بايد برابر کړئ.
دنيا ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې ده، د دې لپاره چې وشئ کولی د نويو څيزونو، پېښو او بدلونونو څخه پر وخت خبر شئ او څنګه يې په خپله ګټه وکاروئ، اړينه ده چې زيرک، پلټونکي او کنجکاو واوسئ. تل هڅه وکړئ چې د خپلو زده کړو کچه ډېره کړئ.
د هره ورځ زده کړه د دې لامل کېږي چې تاسو په خپل کاري چاپېريال کې تل پرمختګ وکړئ او خپلو موخو ته نږدې شئ.
په دې مقاله کې به تاسو د ۳ سټراتيژيو سره بلد شئ، چې ستاسو د زده کړو په پرمختګ او د نويو څيزونو په يادولو کې به درسره ډېره مرسته وکړي:
۱- ستونزه زېږوونکي معلومات مطالعه کړئ
د زده کړو ډېروالی يوازې په دې مانا نه دی چې تاسو دې ډېر مالومات ولرئ؛ که څه هم د اطلاعاتو ترلاسه کول د زده کړو ارزښت لوړوي. په خپله مسلکي برخه کې د زده کړو د ډېرېدو لپاره، بايد تل د نويو او ګټورو سرچينو او مرتبطو مالوماتو په لټه کې واوسئ، چې تاسو ته تل انګېزه درکړي. ستونزه زېږوونکې مطالعه تاسو سره د موخو په ترلاسه کولو کې ډېره مرسته کوي.
که داسې منابع پيدا کړئ، چې هم ګټورې وي او هم تاسو دې ته اړ کړي چې فکر وکړئ؛ په پايله کې به يې تاسو د خپل ترسره شوي کار څخه خوښ ياست. د خپل مسلک مطابق د يو تکړه څېړن يا کارپوه سره څېړنې پيل کړئ؛ هغوی به څه ليکلي وي؟ تاسو ته د کومو کتابونو د مطالعې لارښوونه کوي؟ له کومو کسانو سره همکار پاتې شوی؟ هدف مو بايد دا وي، چې په اونۍ کې څلور یا پنځه مقالې ولولئ او حد اقل په مياشت کې يو کتاب مطالعه کړئ.
همدارنګه بايد د تعصب ښکار نشئ. که د يوې موضوع په اړه مختلف نظريات موجود و، ټول ولولئ او په دې ځان پوه کړئ چې د اختلاف ټکی په څه کې دی. مخالف افکار معمولا بد څه نه دي او کولی شئ چې وروسته له مطالعې څخه يې کليدي ټکي د خپل ژوند لپاره ترې وټاکئ. که مو ونشو کړی چې د خپلې مطالعې اړوند تيوري عملي کړئ، نو په ډېر احتمال سره مو مناسبه موضوع نه ده ټاکلې.
۲- د ګټور او جوړوونکي عکس العمل په لټه کې واوسئ.
سربېره پر دې چې مطالعه بايد خپل عادت وګرځوئ، بايد مقيد واوسئ؛ که اشخاص پرتاسو سمې خو جوړوونکې نيوکې وکړي، بايد درس ترې واخلئ او خپل ځان ته متوجه شئ. زده کړه يوازې د معمولو سرچينو څخه زده کړه نه ده، په ځانګړي ډول دا ستاسو انتخاب پورې اړه نه لرٍي؛ بلکې هغه هدف لرونکي مخامخېدل دي چې ستاسو کاږه او غلط ګامونه، چې خپله ورته متوجه شوي نه یاست، سم او برابروي.
په ټوليز ډول، موخه دا ده چې يو ښه او هوش لرونکی انسان شئ؛ په همدې اساس بايد تاسو له شته سرچينو څخه د ګټې اخېستلو پر مهال د خپل ذکاوت ډېروالي ته متوجه واوسئ او تمرکز پرې وکړئ.
ايا د نورو لخوا عکس العمل اسانه دی؟ البته چې نه. دا چې يو درېيم ګړی وغواړي تاسو وڅېړي او تر څارنې لاندې مو ونيسي، دا د منلو نه ده.
عکس العملونه او سالمې نيوکې لازمي دي، نو اړينه ده چې مخکې له مخکې پرېکړه وکړئ، چې نرم واوسئ او سالمو نيوکو او عکس العملونو ته په خلاصه غېږه ښه راغلاست ووايئ.
۳- داسې زده کړه وکړئ، چې وشئ کولی نورو ته يې هم ورسوئ.
د نويو علومو او مالوماتو زده کړه او د هغو کارول، د وخت په تېرېدو سره مو هغه برياليتوب ته نږدې کوي، چې په اړه مو ورته فکر کړی دی. همدارنګه دا مرسته هم درسره کوي چې نور ستاسو وړتياو سره بلد شي. ممکن ستاسو برياليتوبونه په کمه اندازه محسوس شي او کله چې ستاسو د برياليتوب د راز په اړه درڅخه پوښتنه کېږي، کولی شئ چې هغوی هغه سرچينو ته رهنمايي کړئ چې تاسو سره يې مرسته کړې ده.
په خلاص زړه سره مو خپل مالومات نورو سره شريک کړئ او هغه سيالانو ته چې ستاسو دنده، پېرودونکي، شهرت او اعتبار يې خپلې موخې ګرځولي، د رقيب په سترګه ورته مه ګورئ. هغوی خپل هغه پاور لرونکي ملګري وګڼئ چې، د زده کړې په خپرېدو سره ستاسو د شتمنيو په ډېرښت کې درسره مرسته کوي.
همدارنګه د نورو سره مرسته کول، تاسو دې ته اړ کوي چې خپل افکار په ځير سره او په څرګند ډول نورو ته ولېږدوئ، خو يوازې اورېدل بسنه نه کوي؛ تاسو هم بايد د نورو له لوري درک شئ.
که غواړئ مالومات مو ډېر شي او د زده کړو لړۍ مو پراخه شي، نو هڅه وکړئ چې خپله پوهه نورو ته ولېږدوئ. د راکړې ورکړې يو سيستم برابر کړئ. که تاسو خپل مالومات نورو سره شريک کړئ، نو پرته له شکه چې هغوی به هم خپله پوهه او تجربه له تاسو سره شريکه کړي.
هرکله مو چې يو کتاب ولوسته، په امانت ډول يې نورو ته ورکړئ؛ ترڅو هغوی هم د کتاب له مالوماتو څخه برخمن شي. نړۍ د علم او پوهې نه ختمېدونکې سرچينه ده او د هغې څخه ګټه اخېستل يوازې مونږ او تاسو پورې اړه لري.