هغه ۲۵ کلن پولینډی ځوان چې د ۱۲ کلن ماشوم په شان ښکاري

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: پلوشه فضلي
د پولېنډ یو ځوان چي اصلي عمر یې ۲۵ کاله دی، خو دی د ۱۲ کلن ماشوم غوندي څېره لري چي وجه یې د Fabry په نوم مریضي ښووله سوې ده.
ماشومتوب خوږ وي او ټول غواړي چي یو ځل بیا ماشومتوب ته ور ستانه سي خو دا شوني نه دي؛ د عمر په تېرېدو سره انسان د ژوند نوو پړاونو ته داخلیږي.
ټوماسز نیډولسکی پولېنډي ځوان ۲۵ کلن دی، خو د قد، بڼي او کردار څخه د ۱۲ کلن ماشوم ګومان پر کیږي چي دا کار نوموړی له ټولنیزو او ښوونیزو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
نوموړی چي له اووه کلنۍ څخه په یاده ناجوړۍ اخته سوی؛ د بدن وده یې کراره سوې ده او ناموزون حرکتونه کوي چي ډاکټران دا یو ذهني ناجوړي بولي.
ددې مریضي په تشخیص پسي ډاکټرانو تر ۱۵ کلن تحقیق وروسته یوازي ددې پر نامه موندلو و توانېدل چي بدبختانه درملنه یې لا تر اوسه شونې نه ده.
د الفا ګیلکټو سائیډز په نوم یو خاص انزایم چي د انسان د بدن وده دوامداره ساتي که چیري دا انزایم خپل کار په سمه توګه و نه کړي؛ نو د انسان د بدن وده دریږي. د یادو انزایمو د ډېر کمي له وجي د نوموړي ځوان د بدن وده درېدلې او نوموړی پر هماغه ماشومتوب پاته سوی دی.
ډاکټران وايي چي ددې مریضي له وجي د زړه، پښتورګو، او اعصابو د خرابېدو سخت خطر موجود دی.
د ۲۰۱۲ کال راهیسي درې ډاکټران هڅه کوي چي د ده د بدن د غړو وضعه سمه کړي؛ خو لا ددې مریضۍ څخه د راوتلو کوم چانس یې نه دی موندلی.