ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- ځان ته مو مثبت او مينه ناک ملګري پيدا کړئ.
که خوښ او د مثبت فکر لرونکي ملګري ولرئ چې هر ځل يې په ليدلو سره تاسو خوښ شئ او تل ستاسو په وړتياوو باور ولري؛ نو تاسو به هم تل مثبته انرژي اخلئ او پرمختګ به کوئ.
خو که په برعکس ډول داسې ملګري ولرئ چې تل منفي فکر لري او تاسو ته د مثبتو نظريو پرځای منفي خبرې کوي؛ دا نو هم هغه او هم تاسو ته تاوان دی. غوره به بيا دا وي چې له داسې ملګرو خپله لاره بېله کړئ.
۲- هرڅه په خپل ځانګړي وخت کې زده کړئ.
که د کمپيوټر متخصص نه ياست، دا د دې مانا نه ورکوي چې تاسو به هېڅکله ونشئ کړی چې يو وېبسايټ جوړ کړئ. يا هم که ورزشکار نه ياست، دا په دې مانا نه ده چې نشئ کولی په غرونو مزل وکړئ.
بريالی کسان دا ثابتوي چې دوی کولی شي نويو کارونو ته لاس واچوي او پکې بريالي شي، يوازې يو ښوونيز پړاو کولی شي په يوې ځانګړې برخه کې ستاسو مهارت لوړ کړي.
۳- جبري نه ده چې تاسو دې بايد جامع الکمالات واوسئ.
هېڅوک بشپړ نه دی، که مو فکر کړی وي؛ د هر مارکر ( توش ) ترڅنګ تل تخته پاک موجود وي.
دا سمه ده چې بايد لوړ معيارونه ولرو، خو تېروتنه او خطا کول د بشر له ځانګړونو څخه شمېرل کېږي. اړينه نه ده چې په هره برخه کې ماهر او تکړه واوسئ.
۴- هېڅکله غلي مه پاتې کېږئ.
هېڅ وخت داسې فکر مه کوئ، چې ستاسو د کار برخې رئيس يا مشر به دې ته متوجه وي چې تاسو غواړئ ترفېع وکړئ، هڅه وکړئ، جرئت وکړئ او خپلې برحقې غوښتنې پخپله وغواړئ.
بريالي انسانان خپله برياليتوب پسې ورځي او د دې په تمه نه کښېني چې برياليتوب دې د دوی پر لور راشي.
۵- د خپلو لاسته راوړنو لړ يا لېست بايد تل له ځان سره ولرئ.
بريالي کسان په دقيق ډول په دې پوهېږي چې کوم او څه کارونه د ده د برياليتوب سبب ګرځي.
يو سپين کاغذ راواخلئ او په غټ خط پرې وليکئ: ( زما لاسته راوړنې ) او هرکله چې خپلې هرې غوښتنې ته رسېدئ، نو هغه دې فهرست ته اضافه کړئ.
بايد خپل ټول واړه او لوی برياليتوبونه پکې وليکئ او دا کړنه عادي مه ګڼئ. دا کاغذ په داسې ځای کې کېږدئ چې د ورځې يې څو ځلې وليدلی شئ. په حقيقت کې دا کړنه ستاسو د انګېزې او روحيې د غښتلتيا سبب ګرځي.