ليکنه: شپنه سلګۍ
هغه ټکي چې د ښځې او خاوند ترمنځ ستونزې زيږوي!
تر هرڅه وړاندې دا بايد ومنو، چې د ټولنې په اړيکو کې د نارينه او ښځې ترمنځ تاوتريخوالى تر اوسه هم شتون لري.
نن راځئ د دغې تاوتریخوالي کمولو لپاره دغه کرښې ولولئ:
1- بدګماني او پر يو بل تهمت ويل:
هره ميرمن او خاوند که د بد ګمانۍ او شک د خپلې حافظي څخه پاک او د ګډ ژوند کيښتۍ د بې باورۍ په څپو لاهو نه کړي او په يوه باوري او ډاډمنه فضا کې مخ ته لاړ شي ، نو هيڅکله به د ژوند د تاوتريخوالي ښکار نه شي.
2 – یو بل ته په سپکه سترګه کتل او د ناوړه کلیماتو کارول:
ثابته خبره ده ، چې ښځه لطیف او حليم جسم دى او د ژوند په ډګر کې د خاوند له لورې مينه ، مهرباني ، درناوى ….خپل حق ګڼي او د دې برعکس کړنه په ميرمن منفي اغيزې پريږدي.
3 – مېرمنه د هغه له خپلوانو شکول او په ورتګ یې بندیز:
طبعي خبره ده چې ټولنيز ژوند خپلوانو سره په اړيکو پاللو مخ ته ځي او خاوند د دې اړيکو تريخوالي او پرې کولو ته خپل کار ويلى نو په زور د خپلوانو د ميرمن د اړيکې پرې کول د تاوتريخوالي ستر لامل دى ، دا ځکه ښځې غواړي ، چې د خپلوانو ښځو سره راشته درشه ولري ، په خوشحالیو او غمیزو کې ورسره ونډه واخلي
4 – خپله او یا د ماشومانو په واسطه د مېرمنې څارنه:
هره ميرمن د خاوند نه د درناوي اميد لرې ، نو د خاوند په داسې منفي کړنو سره دواړه په ټولنه کې خپل وقار له لاسه ورکوي ، میرمن او خاوند باید په باور ژوند وکړي او د نورو په خبرو پسې لاړ نشي کنه ژوند به یې له بدو بتر شي …
5 – د مېرمن په کار او زده کړې بنديز او یا محدودیت لګول:
که چيرته ميرمن پر ځان باوري وې ، چې د خاوند په کور کې هم زده کړې کولى شئ ، نو پريږدئ او د بنديز په لګولو يې هيلي مه وروژنئ …
6 – مېرمنې ته په طلاق او دوهم واده کولو سره اخطار ورکول:
دا جوته خبره ده ، چې ميرمنې باندې د طلاق او دوهم واده خبره بده اغيزه کوي ، نو هيڅ خاوند ته مناسبه نه ده ، چې ميرمن د داسې الفاظو په کارولو سره وويروي ، که چرته یو نارینه بلې ښځې ته اړتیا لري ، نو باید خپلې لومړۍ میرمنې ته قناعت ورکړي …
7- د مېرمن او خاوند تر منځ د باور د فضا کمښت:
که چيرته خاوند او ميرمن په خپل منځ کې د باور ټکى ړنګ نه کړ، نو ګډ ژوند به يې د خوښيو او رنګينيو يوه بيلګه وي.
8- یو بل ته د ژوند د ملګري په حیث کتل:
ښځه او خاوند باید یو بل ته د ژوند د ملګري په حیث وګوري او د خپل زړه هره خبره باید یو له بل سره همیش شریکه کړي ، دا کار به د دوي د ژوند د بریالیتوب سبب شي …