ليکنه: صديقه پوپلزۍ
هغه لاري چې زموږ د آرامتیا سبب کیږي:
۱: ځیني وخت چې ژړا درځي خپل د ژړا مخه مه نیسئ او وژاړئ.
۲: لږ تر لږه په ورځ کې د ۱۵ دقیقو لپاره سکوت وکړئ، او خپل اړتیاوو ته او هغه څه چې لرئ فکر وکړئ.
۳: د ارام فکر والا خلک ځانته وایي چې د تېر وخت بدلولو لپاره څه نشم کولای نو ځکه خپل د ژوند څخه خوند اخلي.
۴: کله چې فکر کوئ چې په ذهن کې مو هر ډول خبري دي نو په قدم وهلو هر څه مو له ذهن څخه پاک کړئ.
۵: که نشئ کولای څوک وبخښی، نو ستاسو غوصه تل هغه کس درپیادوي، نو که هر څوک وبخښئ او خوشحاله کړئ ستاسو د خوشحالي سبب کیږي.
۶: د ماشومانو څخه ارامتیا زده کړئ، وګورئ چې څنګه په هماغه وخت کې ژوند کوي او د ژوند څخه خوند اخلئ.
۷: تاسو ته د ډېر اکسیجن رسېدل ستاسو د ارامتیا سبب کیږي، نو ځکه خپل کور او کار ځای کې ګلان وکړئ.
۸: اړینه نه ده چې هر څوک تاسو سره په ادب سره چلند وکړي، نو تاسو خپله د هر چا سره ښه رویه وکړئ دا کار ستاسو د فکري ارامتیا سبب کیږي.
۹: په ارامه تګ کول ستاسو ارامتیا ډېروي، ځیني وخت ارام وکړئ او هر څه هېر کړئ.
۱۰: په لور غږ خبري مه کوئ ځکه ستاسو ذهن نارامه کوي او ارامه خبري کول تاسو ارامه کوي.
۱۱: شوخي کول ستاسو مغز فعالیت ته هڅوي ،همدارنګه کالي او هر ځای هم ستاسو ارامتیا کې رغنده رول لوبوي.
۱۲: کله چې ذهن مو ګډوډ وي یا هم خفه اوسئ نو سیند ته لار شئ د اوبو د څپو په کتو یا هم د کبانو په لیدو په سیند کې ستاسو د ارامتیا سبب کیږي.
۱۳: خپل درد او غم د نورو سره شریک کړئ ځکه د خوشحالي شریکول خوشحالي ډېریږي خو د غم شریکول غم کمیږي او ستاسو فکر ارامیږي.
۱۴: هیڅکله وړه ستونزه ځانته غر مه جوروئ خو غر په شان ستونزي ته کوچنۍ فکر وکړئ تر څو د ارامتیا احساس وکړئ.