لیکنه: بهار سمسور
هغوی،چې توپ اچونکي و،څنګه توپ وهونکي شول؟
کریکټ لوبه دری عمده برخې توپ وهونکي،توپ نیونکي او توپ اچونکي لري.دا کار په طبعي جوړښت پورې هم اړه لري،لکه یو توپ وهونکی که زیات کار پر اړوند برخه کوي ولې هغه زیاتره حالت کې ښه توپ اچونکی وي.
د افغان کریکټ ملي لوبډلې په اوسني وخت کې پیاوړی توپ وهونکی، چې پر دیوالي لوبغاړي شهرت لري رحمت شاه یادولی شو،کلونه مخکې افغان کریکټ ملي لوبډلې ته د لېګ برېک توپ اچونکي په نوم انتخاب شو،خو اوسني وخت کې د ټاپ ارډر غښتلی توپ وهونکی شمیرل کیږي.په لومړیو کې رحمت شاه په اووم او آن اتم نمبر توپ وهنې ته لیږل کیده،اما اوس په لومړي نمبر او آن پیلیزې لوبې ته میدان ته ښکته کیږي،چې دا د توپ وهنې د نوموړي ځاني/طبعي وړتیا او اړوند برخې ته جوړښت دی،خو وروسته بیا کار او زیار سړی لا غښتلی موي.
موږ دلته د نړۍ هغه لوبغاړي درپېژنو چې د توپ اچونکي په حیث لوبډله کې راغلي،خو وروسته پیاوړي توپ وهونکي حساب شوي دي.
۱: سټیون سمېت
اسټرالیاوی پیاوړی لوبغاړی سمېت د کریکټ د نړۍ با تجربه لوبغاړی یادیږي.د ده راتګ کریکټ او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د لېګ برېک توپ اچونکي په توګه و،ده په ۲۰۱۰ کې د اسټرالیا لپاره په دری واړو فارمټونو کې کریکټ پیل کړ،چې د ایشېز سیریز لپاره هم د لېګ برېکر په حیث لوبډله کې انتخاب شو.سمېت دا وخت پر اووم او اتم نمبر توپ وهنه کوله،خو ۲۰۱۳ کال له لېګ برېکر څخه سمېت پر یو پیاوړي توپ وهونکي بدل کړ،هغسې چې اوس هم د یو قوي توپ وهونکي په نوم پر لومړي او دریم نمبر میدان ته ښکته کیږي.سمېت په ۶۵ ټېسټ لوبو او ۱۱۹ پاڼیو کې ۶۴۸۵ مجموعي منډې او ۶۲،۹۶ ایورېج هم ساتلی او دا چاره لا هم ادامه لري.
۲: کمیرن وېټ
دا هم اسټرالیاوی لوبغاړی دی،چې تاسو یې له نوم او لوبو سره بلد هم یی.دی له سمېت مخکې هغه وخت اسټرالیاوۍ لوبډلې ته د لېګ بریکر په حیث انتخاب کړل شو،چې براډ هاج استعفا ورکړه.وېټ په کورني کریکټ کې په خپل لېګ برېک سره ځان وښوده او بیا د هندوستان خلاف ټېسټ لوبو ته انتخاب کړل شو،چې د ټېسټ کریکټ لومړۍ ویکټ یې د سچن ټنډولکر ویکټ تر لاسه او دا ویاړ یې د ځان په نوم کړ.
۲۰۰۸ کال وېټ شاته یوړ او له لوبډلې هم ایسته کړل شو،خو په ۲۰۰۹ کال کې بېرته بیا د سوچه توپ وهونکي په صفت لوبډلې ته راغی او انګلستان ته په سفر کې یې د یو ورځینیو لوبو لومړۍ سلیزه د کوربه هېواد خلاف ثبت کړه،چې بیا د شل اوریز فارمټ لوبډلمشر وټاکل شو،خو ډېر ژر یې جارج بیلي له لوبډلې کډې بار او پر شا وتمبوو.ده په ۹۱ یو ورځینیو لوبو کې ۲۰۷۲ منډې جوړې کړې او یوازې یې ۱۲ ویکټې واخیستې.
۳: سانات جیسوریا
تاسو که دا نوم اوری یا لولی خامخا به مو ذهن ته د یو غوره توپ وهونکي نوم راځي،دی د سریلنکا پخوانی لوبډلمشر او اوپنر یادیږي،اما کریکټ او هم د سریلنکا ملي لوبډلې ته راتګ یې د یو توپ اچونکي په حیث و.سریلنکا د جایسوریا له پیدا کولو مخکې د چپ لاسي سپېن توپ اچونکي له کمښت سره مخ وه،خو دا تشه یې جیسوریا پوره کړه،چې لومړني پینځه کاله یې سریلنکا ته د توپ اچونکي رول ادا کړ،بیا یو بهترین پیلیز او د ټاپ ارډر توپ وهونکی شو،چې په یو ورځینیو لوبو کې په ۱۳۰۰۰ منډو جوړولو وتوانیده،خو په ۳۱۳ ویکټو اخیستو هم توانیدلی دی.
۴: شعیب مالک
پاکستانی پخوانی لوبډلمشر او د ښو لوبغاړو له منځه غوره الرونډر شعیب مالک هم په لومړیو کې د یوازیني اف برېکر په توګه لوبډلې ته راغی.مالک په اوولس کلنۍ کې د ویسټینډیز خلاف لوبو ته د اف بریکر په حیث د ملي لوبډلې کېپ (خوالۍ)تر لاسه کړه،هغه د خپل شل کلن کریکټ سفر نیمه یي دور د توپ اچونکي په نوم لوبولی،خو په وروستیو کلونو کې غوره الرونډر او ښه توپ وهونکی و،چې په زیاتره لوبو کې به یې توپ اچونه هیڅ ونه کړه،اما توپ وهنه کې یې مهم کردار ادا کړ.
ده ۷۵۳۴ منډې په ۲۸۷ یو ورځینیو لوبو کې،د ۱۵۸ لوبغاړو په سوځولو ثبت کړي دي.
۶: شاهد افریدي
دا هم د پاکستان،پښتون، لوبغاړی دی،چې په وروستیو کې ښه الرونډر یادیده.
دی لوبډلې ته د چټک لېګ بریکر په توګه انتخاب شو،ناڅاپه یې د سریلنکا خلاف چټکه سلیزه په ۳۷ توپونو سره جوړه کړه،دا وخت نوموړی ۱۷ کلن و او دومره کم عمرۍ کې دا ریکارډ د ده په نوم شو.
ده سره له دې چې ښه توپ اچونه وکړه،ښه توپ وهنه یې هم تاریخ ته پرېښوده،چې د لوبډلمشرۍ تر څنګ ښه توپ نیونکی هم یادیږي.
افریدي د هسکو او سترو شپږیزو په وهونکي هم شهرت لري،اوږد کریکټ يې وکړ،چې ۳۹۸ یو ورځینیو لوبو کې یې ۸۰۶۴ منډې تر لاسه کړې او اوس یوازې په شل اوریزه تجارتي لوبو کې لوبیږي.