هغه توپوهونکي وپيژنۍ چي د نړيوال جام په تاريخ کي يې د ډيرو سليزو ملګرتيا جوړه کړې.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: مدثر دعوت
په نړيوال کرکټ کې غوره توپوهونکې هرڅوک پېژني او هرڅوک دځان لپاره هتماً يو غوره لوبغاړی لرې.
په نړيوال جام سياليو کې ډېر کم لوبغاړي سته چې ښه ملګرتيا يې جوړه کړې وې لوبډله يې تر سترهدف پوري رسولې وي،او دخپلو مينوالو دخوښې وړ لوبه يې ترسه کړې وي.
په يو ورځنيو لوبو کې ترټولو اوږده ملګرتيا په 2019ز کال کې د ویسټ انډيزي توپوهونکی شی هوپ او کمپبيل ترمنځ د ۳۶۵ منډو ده، چې دايرلينډ توپ اچوونکي يې تر حد ډېرستړي کړل.
خو موږ دلته دهغو ملګرتياوو څخه بحث کړې چې په نړيوال جام کي يې په ګډه د ډيرو ملګرو سره ډېرې سليزې ترسره کړي وې،لوبډلي يې دستونزو سره مخ کړي او ښې لوبي يې کړي وي.
۱ـ د سچن ټينډولکر د ۱۲ سليزو ملګرتيا
images 78 هغه توپوهونکي وپيژنۍ چي د نړيوال جام په تاريخ کي يې د ډيرو سليزو ملګرتيا جوړه کړې.کله چي د ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام سيالۍ په هندوستان کي وې، سچن ټنډولکر په کي ۴۸۲ منډي ترسره کړلې.
په نړيوال کرکټ کې د ۱۰۰ سليزو ريکارډ لرونکی کرکټر سچن ټينډولکر د کرکټ دنړۍ خورا مشهور لوبغاړی دی.
ټينډولکر په شپږو نړيوال جامونو کي لوبېدلی دی او تربل هر توپوهونکي يې ډېري ۲۲۷۸ منډي ترسره کړي ،چي په ۲۰۰۳ز کال کي يې انډيا پايلوبي ته نيږدې کړل، او سچن د ټورنمينټ غوه لوبغاړی سو.
ده د اتو ملګرو سره د ۱۲ سليزو ملګرتيا کړېده.
محمد اظهرالدين،اجی جديجا،راهول ډرايويډ،سورب ګنګولې،محمدکيف،يوراج سينګ،وريندر سيواګ،او ګاتم ګمبير يې په نړيوال جامونو کي دسليزو ملګري دي.
په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کي ټنډولکر او ډرايويډ ۲۳۷ منډي ملګرتيا وکړل او د دريمي وکيټي ملګرتيا ريکارډ يې جوړ کړ،چې تر ۲۰۰۳ ز کال نړيوال جام پوري پاته وو.
په ۲۰۱۱ز کال کې يې د انګلينډ او سويلي افريقا خلاف د ګاتم ګمبير سره د ۱۲۵ او ۱۳۴ منډو ملګرتيا وکړل،او د سيواګ سره يې د ۱۴۲ منډو ملګرتيا وکړله.
په هماغه کال هندوستان هيڅ يوې لوبډلې ته دنړيوال جام بهر ته دوړلو زمينه برابره نکړل.
۲ـ د ريکي پونټينګ د ۱۰ سليزو ملګرتيا
images 75 1 هغه توپوهونکي وپيژنۍ چي د نړيوال جام په تاريخ کي يې د ډيرو سليزو ملګرتيا جوړه کړې.د ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام په پايلوبه کي پونټينګ د ډامين مارټين په ملګرتيا سره ۲۳۴ منډي ترسره کړلې.
ريکي پوينټيګ هغه لوبغاړی دی چي د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي په هره لوبه کي يې کليدي رول درلودی.
دی په لومړي ځل په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کي ولوبېدی.
په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ز کلونو نړيوال جامونو کي د لوبډلمشر په حيث لوبېدلی دی.
پونټينګ په پنځو نړيوالو جامونو کي ،د ۷ بيلابيلو توپوهونکو سره د لسو سليزو ملګرتيا کړېده،ترټولو غوره ملګرتيا يې د ډامين مارټين سره ۲۳۴ منډي دې ،دغه ملګرتيا يې په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام پايلوبه کي د هندوستان په وړاندي وه.
ده د مارټين،سټيو واح، مايکل کلارک،ادم ګلکريسټ،ماتيوهايډن،انډريوسايمونډ او مارک ټايلر سره په نړيوالو جامونو کي دسليزو ملګرتيا ترسره کړېده.
ريکي په نړيوال جام کي په يوازي سر پنځه سليزي ترسره کړي،چي څلوريې په لوبډلمشرۍ کي وهلي دي.
۳ـ د کومار سنګکارا د ۱۰ سليزو ملګرتيا
images 76 هغه توپوهونکي وپيژنۍ چي د نړيوال جام په تاريخ کي يې د ډيرو سليزو ملګرتيا جوړه کړې.کومار سنګکارا په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي ۴ پرلپسې سليزي ترسره کړلې،چي په يو ورځنيو لوبو کي دبرياليو سليزو دغه ريکارډ تر اوسه چاندی مات کړی.
کومار سنګکارا بېله دې چې دسريلانکا په لوبډله کي يې ځانګړی ځای درلودی په نړيواله سطحه دخورا شهرت او عزت څخه برخمن دی.
سنګکارا دښې توپوهني ترڅنګ غوره وکټ ساتنه هم کوله چې اوس مهال د کريکټ کمينټراټور دنده لري.
نوموړي نړيوال کرکټ ته د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام وروسته الوداع وويل.
کومار په څلورو نړيوال جامونو کي د ۱۰ سليزو ملګرتيا ترسره کړېده.
د ۲۰۰۳ز کال څخه تر ۲۰۱۵ز کال پوري يې د دلشان سره د څلورو سليزو ملګرتيا ترسره کړېده.
په نوملړ کي دويم ځای يې خپل پخواني ملګري مهيلاجوردني ته ورکړی چي د دريو سليزو ملګرتيا ورسره لري.
د دوو سليزو ملګرتيا يې سانات جاياسوريا سره کړېده،چي يوه يې په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام پايلوبه کې د اسټراليا په وړاندې شمېرل کيږي.
چې بله ملګرتيا يې د لاهيرو ټريماني سره ديادوني وړ ده.
۴ـ د ماسټر اې بې ډيويلرز د ۸ سليزو ملګرتيا
images 77 هغه توپوهونکي وپيژنۍ چي د نړيوال جام په تاريخ کي يې د ډيرو سليزو ملګرتيا جوړه کړې.په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي اې بې ډيويلرز د ويسټ انډيز په وړاندي په ۶۶ توپونو ۱۶۲ ناسوځېدلي منډي ترسره کړلې.
کله چې د اې بي ډيويلرز لوبه ننداره کوئ اړتيا ده يوڅه تعجب وکړئ.
ځانګړې توپوهنه، د جرأته ډکه لوبه،او لوړ لوړ شاټونه يې اکثريت وخت کرکټ پوهان،مينوال اوهرڅوک متأثره کوي.
ده په ۲۰۱۵ز کال نړیوال جام کې دسيدني په لوبغالي کې د ويسټ انډیز د توپ اچوونکو ترهيڅ ډول تاثر لاندې رانغی او په بې رحمه توپوهنه سره يې يوازې په ۶۶ توپونو ۱۶۲ منډې ترسره کړلې،او يادګاري لوبه يې نندارې ته وړاندي کړله.
په دغه توپوهنه کي يې ۱۷ څلوريځي او ۸ شپږيزي ترسره کړلې.
خو تر دې ۸ کلونه وړاندي يې په خپل اوپنينګ توپوهنه کي ۱۴۶ منډي ترسره کړي وې.
همدارنګه دغه پياوړي توپ وهونکي په نړيوال جام کې ۸ سليزي ترسر کړيدي،چې ترټولو ډېره ملګرتيا يې دهاشم املا سره کړېده.
په ۲۰۱۱ز کال کي دنيدرلينډ په وړاندې د ۲۲۱ منډو اوږده ملګرتيا يې ترټولو ښه مثال دی.
له ګرام سميت،جق کاليس،روسو،پاپ ډوپلسيز او ډېويډميلر سره يې هم دسليزو اوږدې ملګرتياوي ديادوني وړ دې.
۵ـ د ټيلکارانتې دلشان د ۸ سليزو ملګرتيا
Tillakaratne Dilshan هغه توپوهونکي وپيژنۍ چي د نړيوال جام په تاريخ کي يې د ډيرو سليزو ملګرتيا جوړه کړې.دلشان او اوپل ترنګا په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې د انګليستان د ۲۳۰ منډو هدف يوازې په خپل اوپنينګ پوره کړ.
د لشان کرکټ په خورا شوق سره کوی،ځانګړی شاټ لرې چې د دلسکوپ په نوم دی، دکرکټ ټول مينوال ورسره اشنا دې او په دې وروستيو کې يې هر کرکټر دلوبولو هڅه کوې،چې يوښه مثال يې راشد خان او جوزبټلر دی.
دلشان په دريو نړيوال جامونو کې لوبېدلی دی،په ۲۰۰۷ز او ۲۰۱۱ز کلونو کې چې سريلانکا ترپايلوبې ورسېدل،او د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام.
ده دنړيوال جام په ۲۵ لوبو کې د ۸ سليزو ملګرتيا کړيده،چې ترټولو ښه ملګرتيا يې د اوپل ترنګا سره په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې دزيمبابوې په وړاندي ۲۸۲ منډي دې،چې دا دنړيوال جام په تاريخ کې د دوو اوپنرانو ترټولو اوږده ملګرتيا ده.
دلشان په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې دوې سليزي ترسره کړلې همداشان يې په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کي هم دوې سليزي ترسره کړلې،چې ترټولو غوره توپوهنه يې د اسټراليا په ميلبورن کې د بنګلدېش په وړاندي ۱۶۱ ناسوځېدلي منډي دې.
ترنګا هم د دلشان سره په ملګرتيا کې د انګلينډ توپ اچونکي تربريد لاندې راويستل او په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کي يې د دلشان سره په اوپنينګ د ۲۳۰ منډو هدف پوره کړ.
دلشان د کومارسنګکارا، لاهیرو ټريماني سره هم دسليزو ملګرتيا لري.