هغه اروپايي هیوادونه چې ښځې په کې نقاب نه شي اغوستلی

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راټولونه: مریم محمدي
ډیری خلک پدې اند دي چې مسلمانې ښځې د خپلو کورنیو او خاوندانو د فشار له وجې حجاب اغوستلوته مخه کوي، خو وروستۍ څېړنې او له خلکو سره مرکې ښودلې په هغه هېوادونو کې چې مسلمانان د لږکیو په حیث اوسیږي د حجاب اغوستنه مسلمانې ښځې خپله خوښ کړی عمل دی.
له کلنو راپه دې خوا په ځینو اروپايي هیوادونو کې بیا د حجاب په اغوستلو بندیزونه لګیږدلي دي. اروپايي چارواکي وایي دا چاره د هیواد د امنیت لپاره هم یو ممکنه خطر کېدلای شي، ځکه چې له دې سره د یو کس پېـژندګلوي نه شي کېدلای .
اروپایي محکمې هم له پخوا د هغه بندیز ملاتړ کړی، چې په ښوونځیو کې یې د ټیکریو پر استعمال بندیز وې.
دلته د اروپا هغه هیوادونه در پیژنو چې په کې د ښځو په نقاب بندیزونه لګول شوي:
۱- فرانسه
فرانسه لومړنی اروپایي هیواد وو چې په عامه ځایونو کې یې پر نقاب او چادري بندیز ولګاوه.
دغه بندیز د ۲۰۱۱م کال له اپریل میاشتې راهیسې نافذ دی. فرانسې هیواد د نقاب په اړه یوه ماده کې داسې راغلي: «هیڅوک په عامه ځایونو کې د داسې کالیو اغوستلو اجازه نه لري، چې مخ په بشپړه توګه پټ کړي.»
پر دې سربیره په ښوونځیو کې پر هر ډول مذهبي کالیو اغوستو باندې بندیز دی، د پوړني اجازه هم نه شته. دغه قانون په ۲۰۱۰ کال کې د ولسمشر نیکولس سارکوزي د حکومت په مهال پلې شوی و، او له مخې یې هیڅ څوک نه شي کولای چې په عامه ځایونو کې داسې څه واغوندي چې مخ یې پټ کړي .
۲- بلجيم
بلجیم د ۲۰۱۱م کال له جولای میاشتې څخه په عامه ځایونو کې پر مخ پټولو بندیز وضع کړ. که څوک له دې قانون څخه سر وغړوي، باید نغدي جریمه ورکړي او یا آن تر اوو ورځو پورې په بند کې تيري کړي.
۳- هالنډ
د هالنډ پارلمان بیا په ۲۰۱۶م کال کې په بشپړ ډول پر مخ پټولو باندي بندیز وضع کړ. خو پر بشپړ حجاب یا نقاب باندي بندیز په ټول هیواد کې نه شته، بلکې یوازې په دولتي ودانیو کې، په عامه ترانسپورت کې او په ښوونځیو او روغتونو کې پرې بندیز دی. له دغه بندیز څخه سرغړونکې تر ۴۰۰ یورو پورې نغدي جريمه کيدای شي.
۴- بلغاريا
د هالنډ په شان، بلغاریا هم په ۲۰۱۶م کال کې پر بشپړ مخ پټۍ بندیز لګولی. په دې هیواد کې هم دغه قانون ته د نه پاملرني په ترڅ کې نغدي جریمه آن تر۷۵۰ یورو پوري رسیږي. خو دلته هم په ټولو ځایونو کې بندیز نه دی. د سپورټ، دندې او عبادت ځایونو په برخه کې استثنا شته.
۵ – اتریش
له بلغاریا وروسته اتریش د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې پر بشپړه مخ پټونې بندیز ولګاوه چې د «مخ پټي ضد قانون» په نامه یادیږي. د دغه قانون له مخې په عامه ځایونو کې له زنې څخه تر ویښتانو پورې باید مخ ښکاره وي. که څوک دغه کار و نه کړي، تر ۱۵۰ یورو پورې ښایي جریمه شي.
۶ – ډنمارک
تازه په ډنمارک کې د روانې اګسټ مياشتې له لومړۍ نېټې څخه پر نقاب اغوستلو باندې بنديز دی.
د دغه هيواد پارلمان د ۲۰۱۸م کال د مې ۳۱ د پر بشپړ مخ پټولو بندیز ولګاوه. ۷۵ استازو د دغه قانون په پلویتوب او ۳۰ په مخالفت کې خپلې رایې وکارولي. له قانون څخه د سرغړوني په صورت کې تر ۱۳۵ یورو نغدي جریمه ټاکل شوې ده او د تکرار په صورت کې ښایي دغه جریمه لس واري زیاته شي.