هره ورځ ۲ زره کډوال له ایران څخه هېواد ته راستنیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

هره ورځ لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستنیږي او یا هم په زوره ستنېدو ته اړ کېږي.

د کډوالو چارو وزارت سروې ښيي چې په تېرو درېو ورځو کې ۵۵۴۹ کسان له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي دي.

ددې معلوماتو پر بنسټ د ایران د حکومت لخوا شاوخوا درې زره افغانان په زوره بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د ا.ا په وینا هېواد نه د خلکو د تېښتې لامل اقتصادي ستونزې نه دي لکه څنګه چې یې سازمانونه وايي.

د ا.ا د ویاند مرستیال د خلکو د هوساینې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټينګار کوي او له هېواده د خلکو د تښېتې یوازینی لامل اقتصادي ستونزې نه بلکه د امریکا او غربي هېوادونو هڅونه ګڼي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي