نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له کمښت سره مخ کېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د يونسکو یو چارواکی وايي چې تر ۲۰۳۰کال پورې به د نړۍ خلک د اوبو له ۴۰سلنه کموالي سره مخ شي.

د سپوټنيګ د راپور پر بنسټ، د يونسکو دغه چارواکي “ادره ازولای” په ټینګار سره وویل چې تر ۲۰۳۰کال پورې به نړۍ د اوبو له ۴۰سلنه کموالي سره مخ شي، د نوموړي په وينا، د بېلابېلو نړيوالو ستونزو له امله به د پراخ ناورین په رامنځ ته کېدو سره وضیعت نور هم خراب شي.

نوموړي يادونه وکړه چې نړۍ د اوبو د ذخیره کولو او سپما لپاره پوره هڅه نه کوي د دې سربېره د اوبو د ارزښت او ارزيابۍ مسله هم هېره شوې ده.

څېړونکو د هواپېژندنې د ۴۳۰۰۰ سټېشنونو او ۵۳۰۰ بهېدونکو سیندونو بهیر په ۱۶۰ هېوادونو کې تر څېړنې لاندې ونیول.

بلخوا سره له دې چې د هوا د حالت بدلون د سختو بارانونو لامل کېږي، خو ورسره په لویو سیندونو کې د اوبو کچه ښکته راځي چې دا په خپله کېدای شي د وچکالۍ لامل شي.

کارپوهان دغه نیمګړتیا د خاورې وچوالي ته په پام تشرېح کوي.

د کارپوهانو په وینا، وچه خاوره په سمندر کې د ټولو بارانونو د رطوبت کچه ۳۶سلنه ښکته راولي او د باران ډېرې اوبه جذبوي چې د روانو اوبو کچه هم ښکته راولي.

کارپوهان زیاتوي چې د هوا د تودوخې له امله خاوره خپل رطوبت له لاسه ورکوي چې دغه چاره په ټوله نړۍ کې د ښارونو او کرنې د اوبو د برابرولو لپاره ګواښ دی.

په ورته وخت کې، د زیاتې کچې اورښت په ښارونو کې د سېلابونو لامل کېږي، له همدې امله د خوږو اوبو منابع په سمه بڼه بېرته نه ډکېږي.