نړيوال شل اووريز کریکت کې تر ټولو ډېرې پنځوسيزې،شهزاد هم پکښې دی

سپینه تجريدي ډیزاین

په نړيوال شل اووريز کريکټ کې هغه ويکيټ ساتونکي درپېژونو چې تر نورو ويکيټ ساتونکو یې ډېري نيمه سليزې وهلي دي.

شل اووريزي لوبې د کريکټ تر ټولو تېز رسمي فارمټ دی،او هر کله تر توپ اچوونکو، توپوهونکي ډېر ورڅخه راضي وي.

دلته هغه لوبغاړي ښه پايله ورکوي چې قوي عضلې ولري او د ښه جرئت درلودونکې وي.

موږ تاسو ته اوس هغه ٤ ويکيټ ساتونکي توپوهونکي درپېژنو چې په نړيوال کريکټ کې يې ډېري نيمه سليزې وهلي دي.

١_ جوز بټلر_ انګلستان

images 2021 07 10t1034571908051996327178420. نړيوال شل اووريز کریکت کې تر ټولو ډېرې پنځوسيزې،شهزاد هم پکښې دی

جوز بټلر چي د توپوهنې تر څنګ يو غوره ويکيټ ساتونکی هم دی په نړيوال شل اووريز کريکټ کې يې د ويکيټ ساتونکې په حيث تر بل هر لوبغاړي ډېري نيمه سليزي وهلي دي.

بټلر په ٨٠ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ١٧٩١ منډې لري او ١٣ نيمه سليزي يې وهلي دي.

٢_ محمدشهزاد_ افغانستان

images 2021 07 10t103346692003852603559291. نړيوال شل اووريز کریکت کې تر ټولو ډېرې پنځوسيزې،شهزاد هم پکښې دی
د افغان کريکټ ملي لوبډلې بريدګر توپوهونکی محمد شهزاد د توپوهنې تر څنګ ويکټ ساتنه هم ترسره کوي.

هغه مهال چې شهزاد د ملي لوبډلې برخه وه تر ډېره ورته د ښې لوبې تمه هم کېدله.

نوموړي په ٦٥ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ١٩٣٦ منډي کړي،يوه سليزه لري او ١٢ نيمه سليزي لري.

که څه هم شهزاد د تېرو ٢ کلونو راهيسي يې هيڅ نړیواله شل اووريزه لوبه نده تر سره کړې خو بيا هم پدې ريکارډ کې دويم ځای لري .

٣_ برينډن مکلم_ نيوزلينډ

images 2021 07 10t1032544182660280872601755. 1 نړيوال شل اووريز کریکت کې تر ټولو ډېرې پنځوسيزې،شهزاد هم پکښې دی

د برينډن مکلم چې څومره صفت کېږي بياهم لږ دی،د کريکټ يو افسانوي لوبغاړی وو او اوس تقاعد سوی دی.

مکلم د نيوزلينډ پخوانی لوبډلمشر دی،په ٧١ نړيوالو شل اووريزو لوبو کې يې ٢١٤٠ منډې کړيدي،٢ سليزي او د خپلي ويکت کېپرۍ پر مهال يې ٩ نيمه سليزي وهلي ،خو په ټول نړیوال شل اووريز کريکټ کې يې ١٣ نيمه سليزي وهلي دي.

٤_ کوينټن ډيکوک_ سويلي افريقا

images 2021 07 10t1031536725818786695028020. نړيوال شل اووريز کریکت کې تر ټولو ډېرې پنځوسيزې،شهزاد هم پکښې دی

ډيکوک د سويلي افريقا مخکنی لوبډلمشر وو او اوس برحاله توپوهونکی او ويکيټ ساتونکی دی.

نوموړي د خپلې ويکټ کېپرۍ پرمهال ٩ نيمه سليزې وهلي دي.

ډيکوک په ٥٢ نړیوالو شل اووريزو لوبو کې ١٥٥٨ منډي کړيدي .