نيوزلينډ کريکټ لوبډله سريلانکا ته ورسيده

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
نيوزلينډۍ لوبډله پداسی حال کي سريلانکا ته ورسیده چي تر اوسه سريلانکا نه دټيسټ او نه هم شل اووريزو لوبو لپاره سکواډونه اعلان کړي.
د سريلانکا او نيوزلينډ ترمنځ د ۲ ټيسټ لوبو سيريز د رواني اګسټ مياشتي په ۱۴مه نيټه پيليږي.
نيوزلینډۍ لوبډله چي نن سهار وختي د کين ويليمسن په مشرۍ سريلانکا ته ورسيده د سریلانکا د کريکټ بورډ چارواکو او ملي لوبغاړو يې تود هرکلی وکړ.
fb img 15648019036115259379535034704194 نيوزلينډ کريکټ لوبډله سريلانکا ته ورسيده
نيوزلینډ لا له وړاندي د سريلانکا په وړاندي راتلونکو لوبو لپاره سکواډ اعلان کړی وو خو د سریلانکا د غوراوي کميټه نده بریالۍ سوې چي سکواډ چمتو کړي.
نيوزلينډ په خپل ۱۵ کسيزه سکواډ کي ۴ سپينرانو ته ځای ورکړی، پداسي حال کي چي اروپايي لوبډلي ډير کم وخت پر سپينرانو تکيه کوي.
تيز توپ اچوونکی مت هينري او ليګ سپينر ايش صودي په ۱۵ کسيزه سکواډ کي ندي اخيستل سوي.
ټرينټ بولټ ، ټيم سودي،نايل واګنر او کولين ډي ګرانډهوم د نيوزلينډ د ۱۵ کسيزه سکواډ تيز توپ اچوونکي دي.
fb img 15648019092465131095810228468179 نيوزلينډ کريکټ لوبډله سريلانکا ته ورسيده
د نيوزلينډ کريکټ لوبډلي روزونکي ګري سټيډ وايي:پدې خاطر مو ۴ سپينران انتخاب کړي چي د سريلانکا هوا او پيچونه د سپينرانو لپاره ښه تاثري دي ،او يقيني دی چي لوبغاړي به يې ځانګړې وړتيا ښيي.
انګلستان هم تير کال د سريلانکا په وړاندي ۳ سپينران ولوبول چي مثبته پايله يې ورکړه.
سريلانکا چي د ټيسټ چامپينزشيپ ته روانه ده روزونکی يې وايي چي دا به زموږ لپاره غوره تمرين وي او ترنړيوال جام وروسته د لوبډلي او هيواد لپاره ښه خبر دی او خوشحاله يوو چي مخته روان يوو.
د نيوزلينډ لوبډلي سکواډ:
img 20190729 1206543972439053374908807 نيوزلينډ کريکټ لوبډله سريلانکا ته ورسيده
کين ويليمسن،ټام لاتم،جيت راول،روز ټايلر،هينري نيکولس،واټلينګ، ټام بلانډل، کولين ډي ګرانډهوم،ميچل سنټنر، ټوډ اسټل،ويل سمرويل، ټيم صودي، نيل واګنر،ټرينټ بولټ او عجاز پټيل.
تر ټيسټ لوبو وروسته سريلانکا او نيوزلينډ ۳ نړيوالي شل اووريزي لوبي هم کوي.