
ليکنه: مدثر دعوت
د نيوزلينډ کريکټ ملي لوبډله راتلونکې مياشت سريلانکا ته ځي.
د سريلانکا او نيوزلينډ ترمنځ د ۲ ټيسټ لوبو سيريز د راتلونکي اګسټ مياشتي په ۱۴مه نيټه پيليږي.
نيوزلينډ په خپل ۱۵ کسيزه سکواډ کي ۴ سپينرانو ته ځای ورکړی، پداسي حال کي چي اروپايي لوبډلي ډير کم وخت پر سپينرانو تکيه کوي.
ميچل سنټنر چي وروستۍ ټيسټ لوبه يې په ۲۰۱۷ز کال د ډسمبر په میاشت کي ترسره کړې وه وروسته زخمي سوی وو او دادی يوځل بيا د سريلانکا په وړاندي سکواډ کي اخيستل سوی.
د سنټنر سره به ليګ سپينر توپ اچوونکی ټوډ اسټل هم يوځای وي،همدارنګه اف سپينر ويل سمرويل او کيڼ لاسی توپ اچوونکی عجازپټيل هم ملتيا کوي.
پټيل او سمرويل ۸ مياشتي وړاندي په عربي اماراتو کي د پاکستان په وړاندي لوبيدلي وه.
سمرويل ترخپلي لومړۍ ټيسټ لوبي وروسته چي په عربي اماراتو کي يې ترسره کړه کومه لوبه نده کړې،په هماغه لوبه کي يې ۷ ويکټي ترلاسه کړې او لوبه هم نيوزلينډ وګټله،خو اسټيل چي په ۲۰۱۲ز کال کي لومړۍ ټيسټ لوبه ترسره کړه تر اوسه يې يوازي ۴ ټيسټ لوبي کړي خو پټيل بيا ۵ ټيسټ لوبي کړيدي.
تيز توپ اچوونکی مت هينري او ليګ سپينر ايش صودي په ۱۵ کسيزه سکواډ کي ندي اخيستل سوي.
ټرينټ بولټ ، ټيم سودي،نايل واګنر او کولين ډي ګرانډهوم د نيوزلينډ د ۱۵ کسيزه سکواډ تيز توپ اچوونکي دي.
د نيوزلينډ کريکټ لوبډلي روزونکي ګري سټيډ وايي:پدې خاطر مو ۴ سپينران انتخاب کړي چي د سريلانکا هوا او پيچونه د سپينرانو لپاره ښه تاثري دي ،او يقيني دی چي لوبغاړي به يې ځانګړې وړتيا ښيي.
انګلستان هم تير کال د سريلانکا په وړاندي ۳ سپينران ولوبول چي مثبته پايله يې ورکړه.
سريلانکا چي د ټيسټ چامپينزشيپ ته روانه ده روزونکی يې وايي چي دا به زموږ لپاره غوره تمرين وي او ترنړيوال جام وروسته د لوبډلي او هيواد لپاره ښه خبر دی او خوشحاله يوو چي مخته روان يوو.
د نيوزلينډ لوبډلي سکواډ:
کين ويليمسن،ټام لاتم،جيت راول،روز ټايلر،هينري نيکولس،واټلينګ، ټام بلانډل، کولين ډي ګرانډهوم،ميچل سنټنر، ټوډ اسټل،ويل سمرويل، ټيم صودي، نيل واګنر،ټرينټ بولټ او عجاز پټيل.
سریلانکا چي اوسمهال د بنګلدیش سره په لوبو بوخته ده د نیوزلینډ په وړاندي يې سکواډ ندی اعلان کړي.
تر ټيسټ لوبو وروسته سريلانکا او نيوزلينډ ۳ نړيوالي شل اووريزي لوبي هم کوي.