په کاناډا کې یوه ترسره شوې نوې څېړنه څرګندوي، چې ځمکه د ټولو انسانانو د اړتیا وړ سالمو خوراکي توکیو، مېوو او سبزیجاتو لپاره کافي کرنیزه ځمکه نه لري.
د اسپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، دغه څېړنه د یوه پوهنتون څېړونکې ډلې د وروستیو اړوندو ارقامو پربنسټ ترسره کړې ده.
پرتلیزه څېړنه
دغو څېړونکو د نړۍ نفوس له تولیدیدونکو خوراکي توکیو، مېوو او سبزیجاتو سره پرتله کړې او دې پایلې ته رسیدلي، چې د ځمکې د کرې موجوده کرنیزې ځمکې د ټولو انسانانو د اړتیا پوره کولو لپاره کفایت نه کوي.
دوی دا پرتلنه د ډاکټرانو او تغذیې د کارپوهانو هغې سپارښتنې ته په کتو سره کړې، چې وایي د انسان غذایي رژیم باید ۵۰ سلنه له مېوو او سبزیجاتو څخه تمویل شي.
د ځمکې ارزونکي څه وایي؟
د ځمکې د مساحت ارزونکو پخپله څېړنه کې پورتني ټینګار ته په کتو سره ویلي، چې د نړۍ موجوده کرنیزه ځمکه د دغو معیارونو د پوره کولو لپاره مناسبه او د بسنې وړ نه ده.
د دوی په وینا تر۲۰۵۰ میلادي کال پورې د نړۍ د ټول نفوس کچه ۹ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه تنو ته رسیږي.
هغه، څه چې د دوی په باور موجوده کرنیزې ځمکې ورته لازمه تغذیه نه شي برابرولی.
د یادې څېړنې په پایلو کې ویل شوي، چې اوس هم د ځمکې د کرې خلکو ته د غله جاتو د ۱۲ ځلو حاصلاتو پرځای ۵ ځلې، د مېوو او سبزیجاتو د ۱۵ ځلو حاصلاتو پرځای ۵ ځلې، د لبنیاتو د د ۳ ځلې حاصلاتو پرځای یو ځل او همدا شان د پروتینو د ۵ ځله حاصلاتو پرځای ۳ ځلې رسیږي.
کارپوهان وړاندوینه کوي، چې د حاصلاتو له دغه کمښت سره راتلونکي انساني نسلونه د اړتیا وړ توکیو د پوره کولو لپاره یې ۵۰ میلیونه هکتاره نورې کرنیزې ځمکې ته اړتیا لري.