د انګلستان وېټلېټي بلاسټ سیالیو نوولسم پړاو سیالۍ د جون په نهمه د اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوي دي.
په دې لیګ کې تر اوسه د نوین الحق لوبېدل تثبیت شوي دي او لانکا شایر پر وړاندې لوبه کې یې د جون په لسمه په ۴ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.
پرون د جمعې په ورځ په دې لیګ کې اته لوبډلې د اتو نورو پر وړاندې ولوبېدې.
پرون هم نوین الحق د دېربای شایر لوبډلې پر وړاندې لوبه کې په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې ترلاسه کړې.
دا لوبه د نوین الحق دې اړوند لوبډلې لېسېسټرشایر په ۲۳ منډو وبایلله.
د جمعې په ورځ بله لوبه د نتېنګهم شایر او واروېکشایر ترمنځ ترسره شوه، چې واروېکشایر په ۱۸ منډو وګټله.
درېیمه لوبه د سُري او سمرسېټ ترمنځ وشوه، چې سوري په ۷ وېکټو وګټله.
څلورمه لوبه د جنوبي ګروپ د دوو لوبډلو ګلوسېسټرشایر او سسېکس ترمنځ ترسره شوه، چې سسېکس لوبدلې په ۵ وېکټو وګټله؛ دې لوبډلې راشدخان هم پېرلی او د پاکستان سوپرلیګ له سیالیو وروسته به ورشي.
د جنوبي ګروپ پنځمه لوبه د ايسېکس او همپشایر ترمنځ ترسره شوه، چې همپشایر په ۱۳ منډو وګټله.
د شمالي ګروپ د دوو لوبډلو دورهم او یارک شایر ترمنځ لوبه دورهم په ۲۰ منډو وګټله.
د شمالي ګروپ بله لوبه د نارتمټن شایر او وُرسېسټرشایر ترمنځ ترسره شوه، وُرسېسټرشایر په ۳۲ منډو وګټله.
او د جمعې ورځې اتمه لوبه د جنوبي ګروپ د کېنټ او مېډل سېکس ترمنځ ترسره شوه، چې کېنټ په ۱۶ منډو وګټله.
مجیب الرحمن هم په یاد لیګ کې اخیستل شوی دی؛ خو د ویزې د ستونزې له امله تراسه نه دی تللی او د ده پرځای مېډل سېکس لوبډله کې کرېس ګرین لوبېږي.
د یکشنبې په ورځ مازیګر ۶ بجې د نوین الحق دې لوبډله لېسېسټرشایر له دورهم لوبډلې سره لوبه لري.
نن شپه لس نیمې بجې یوه لوبه ده، چې همپشایر د سسېکس پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د نومرو جدول
اتلس لوبډلو په دوو ګروپونو شمالي او جنوبي وېشل شوي دي، چې هر ګروپ کې ۹ لوبډلې شاملې دي.
شمالي ګروپ کې لومړۍ لوبډله لانکاشایر ده، دویمه دورهم ده، درېیمه ورسېسټرشایر ده، څلورمه دېربای شایر ده، پنځمه واروېک شایرده، شپږمه یارک شایر ده، نټېنګهم شایر اوومه، لېسېسټرشایر اتمه او نارټمټن شایر نهم ځای نیولی دی.
جنوبي ګروپ کې؛ لومړۍ لوبډله سُري ده، دویمه کېنټ ده، درېیمه سسېکس، څلورمه اي سېکس، پنځم ګلوسېسټرشایر، شپږم همپشایر، اووم ګلامورګن، اتم سمرسېټ او نهم مېډل سېکس لوبډله ده.
د وېټلېټي بلاسټ سیالیو پایلوبه د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ د سپټمبر په ۱۸ مه ترسره کېږي.
دا لیګ په ۲۰۰۳م کې تاسیس شوی او اوس نولسم پړاو دوام لري.