نوښت (خلاقیت) څه دی او څنګه نوښت وکړو؟ ‎

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

نوښت نه یوازې د کار او ژوند ښایست دی بلکې د بریالتوب او چټک پرمختګ تر ټولو لوي عامل دی، د بریالیتوب یوازینۍ لار هم نوښت دی.
نوښت یوه شعوري هڅه ده، نوښت نوي تقاضاوي رامنځته کوي او په ښه ډول یې ځواب وایي، هرڅوک نوښتګر کیدای سي، او هر څوک نسي کیدای، ځکه دا د فرد په هڅو، هوډ، او پلان پورې اړه لري.
د نړۍ ستر بدلونونونه د نوښت نتیجه ده، که نوښت نه وای هیڅ وخت به ټکنالوجي، انساني تمدن او اسانتیاوې دومره زیاتې نه وي.
نړۍ ورځ تر بلي په مخ روانه ده، د پرون مفکورې، د کار کولو لارې چارې او آلات د نن لپاره ځواب ویوونکي ندي. که کومه اداره، شرکت او ټولنه د تیرې ورځي په فکر، تولید، رسم او کړنلاره باندي متکي وي، نه یوازې چې بې عیبه به نه وی، بلکې د پرمختګ مخه یې په لوی لاس ډب کړي.
که تاسو پنځه ورځې له بزنسمینو سره کینئ، نو شپږمه ورځ به تاسو د بزنس په اړه فکر کوئ او ورو ورو بزنسمين به شئ. که پنځه ورځې تاسو له نوښتګرو سره کینئ نو شپږمه ورځ به تاسو د نوښت په اړه فکر کوئ، ورو ورو به نوښتګر شئ. که پنځه ورځي تاسو له سیاسونو سره کینئ نه شپږمه ورځ به تاسو په سیاست کې لګیا یاست،… نو د ناستي پاستې خلک او محیطې شرایط مهم دي. که تاسو غواړئ زر پرمختګ لپاره لمړی ګام واخلئ، نو ملګري مو فیلټر کړئ، هغه کسان له ځانه څخه لیرې کړئ چې په تاسو او نوښت باور نلري.
نوښتګرو ته ستونزې او ننګونې فرصتونه دي ځکه دوی د حل، فرصت او بزنس له عینکو ورته ګوري چې موثر حل ورته ومومي.
په افغانستان کې ۹۷٪ خلګ لوړې زده کړي ددې لپاره کوي چې یو کارکوونکی/ې سي، ۳٪ خلګ یې بیا د کارآفرینی لپاره کوي. اوس په افغانستان کې ۶ میلیون خلک بې کاره دي. درې میلیونه په نشه يي توکو معتاد دي، اوسمهال دولت ټولټال ۷ لکه کسانو ته دندې پیداکړي، نو هیڅکله هم دولت شپږ میلیونو خلکو ته دندې نسي پیداکولی، خو نوښت دا کار کولای سي، ځکه نوښت د کارآفریني سرچینه ده.
سامسونک یو کس پیل کړ خو نن تر ۴۲۰۰۰۰ نه زياتو کسانو ته دندې رامنځته کړي، ستیو جابز او دوه ملګرو یې په ۴۰ ډالره په ګیراج کې د اپل بنسټ کیښود خو اوس یې شاوخوا څلور سوه زره کسانو ته دندې پیداکړي، زرګونو اختراعاتو له ډلې يې ۳۶۰ اختراعات یوازې د ستیو جابز په نوم ثبت دي، هغه کمپنۍ چې ګیراج نه پیل سوه اوس د ایفون او لسګونه نور داسې محصولات بازار ته وړاندي کوي چې درلودل یې د سلګونه میلیونو خلګو لوی ارمان دی.
همداسې مایکروسافټ، ال جي،…. دا باور غلط دی چې د ټکنالوجي په پرمختک سره انسانان بې کاره کیږي. د موټرو په رامنځته کیدو خلکو دا باور درلود چې په زرګونه خلګ به بې کاره سي، خو کله چې موټر بازار ته راغلو نو په لسګونه زره خلک د موټرو په چلولو بوخت سول، او ددې تر نیمایي زیات په ورکشاپونو کې د موټرو په ترمیم بوخت سول.
په نړۍ کې ډیری لوی لوی نوښتونونه هغه کسانو کړي چې یایې پوهنتون نه وو لوستي یا ترې ډراپ سوي وو، لکه سټیو جابز چې اپل کمپنۍ یې رامنځته کړه، بیل ګیتس مايکروسافټ يې رامنځته کړ، مارکزوکربرګ فېسبوک يې رامنځته کړ، ریچرډ براسون، انیشتاین، جک ما، آډیسون،… خو دوي غوښتل چې نوښت وکړي او انسانانو ته خدمت وکړي، دوی په سیمیزو مسایلو لکه قوم سمت، ژبه، مذهب او نژاد کې وخت ضایع نکړ، او نړۍ ته یې بل رنګ ورکړ، ځکه دوی عمګرا وو، په خبرو یې ژوند نه تیرول، دي کسانو کې ډیری د خپلو نوښتونو او هڅو په وسیله ډیر بډایه هم سول، ځکه دا یې حق هم وو لکه بیل ګیټس چې نژدې د دوو لسیزو لپاره د نړۍ بډایه کس پاته سو، نن چې د نړۍ ۹۰٪ کمپیوترانو کې د مایکروسافټ ویڼدوز دی، چې بیل ګیټس په هڅو جوړ سو کنه تر دی مخکې کمپیوتر زده کول او ورنه ګټه اخیستل دومره اسانه هم نه وو،…
نوي مفکورو له کومه کړو؟
په بډايه کارآفرینانو باندې د سوی یوې څیړنې لندیز:
۷۱٪ خلکو په یو ځای کې له کار کولو او لیدلو وروسته په الهام نوي مفکورې ذهن ته راغلي، ۲۰٪ په تصادفي ډول مفکورې پیدا کړي، ۳٪ خلکو له سیستماټیکو څیړنو وروسته نوې مفکورې رامنځته کړي، ۴٪ خلکو د نورو په کار او نوښتونو له بحث وروسته نوي مفکورې رامنځته کړي، د ۲٪ خلکو بیا په سفر او نورو سره د عاشقي په وخت کې نوي مفکورې رامنځته کړي.
یوه وړه کتابچه ځان سره ولرئ، هر چیرته چې مو نوي څه ولیدو ځان سره یې نوټ کړئ. د شپي تر ویده کیدو مخکې لس دقیقې د نوي مفکورې، نوښت او ژوند ښه کیدو په اړه فکر وکړئ، وروسته ویده سئ، په خوب کې ستاسو د مغز لاشعور ورباندي کار کوي، سهار یا که د شپې له خوبه پورته سوئ، هرڅه چې مو په ذهن کې وو په هغه وړه کتابچه کې یې نوټ کړئ، وروسته ورباندې فکر وکړ.
ستونزې فرض کړئ مثلاً که نوي کور یا موټر، یا نوي کار پیلوم… نو امکانات او حل به څنګه ورته پیداکوم، په حل ارزې کنه، که نه سي حل نو څه به وسي، او په حل کیدو یې زه څومره وده کوم،…
خپل کار، ستونزو او پرمختګ په اړه فکړ وکړئ، وی لیکې، رسم یې کړئ،شفاهی یې وڅیړئ، مشوره واخلي،پریزنټیشن،رنګول، انمیشن یې جوړ کړي،…. یعنې خپل ځان له مختلفو اړخو وښیئ، ځکه انسان مختلف استعدادونه لري.
هغه کسان چې قوی تخیل لري، قوی نوښتګر دي، زما په نظر تخیل او نوښت لکه شخصیت او لیکوالي ورو ورو وده کوي، نو ښه ده خپل تخیل او نوښت ته د ودې لارې چارې ولټوو.
ډیر کتابونه ولولي، د میلیونرانو، میلیاردانو، مخترعینو ژوند لیکونه، نوې څیړنې ولولئ.
که بیا هم تاسو نوي مفکورې نسي پیداکولی، نو منفې فکر وکړئ چې څنګه یو څه تخریب کړئ، څنګه د له منځه وړلو لپاره پلان جوړ کړئ، وروسته مو خپل تخریبي او منفي فکر او حل سرچپه کړئ، نو په یو حل به بدل سي خو د یو څه باید یادونه کوم بې له خطر او ریسک څخه د بریالتوب غوښتل داسې ده لکه په خوب کې د بریالیتوب غوښتل دي.