نورعلي ځدران د شپږیزې په تاریخ کې د دوهمې اوږدې ملګرتیا بنسټ کېښود!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

سمیع الله درانی
د شپږیزې کرکټ لیګ په څلورمه لوبه کې، چې د چهارشنبې په سهار د اکټوبر په ۹ مه نېټه د بند امیر ښامارانو او مِس عېنک اتلانو ترمنځ ترسره شوه، د مس عېنک اوپنرانو د دوهمې سترې ملګرتیا بنسټ کېښود.

دې لوبه کې د مِس عېنک لوبډلمشر محمدنبي عیسی خېل ټاس وګاټه او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه، نورعلي ځدران او رحمان الله ګُربز پیل ته راښکته شول، دواړه تر اوږده وخته ولاړ وو او نیمه سیلیزې یې ووهلې.
رحمان الله ګُربر په ۴۰ توپونو ۵۶ منډې وکړې، چې ۵ شپږیزې او ۲ څلوریزې یې ووهلې، د ده سټرایک رېټ یا ګوزار کچه ۱۴۰ وه او ۵۶ دقیقې په ویشتن ځای کې توپ وهنې ته ولاړ و، نو که په دقیقه واړوې، ده په هره دقیقه کې یوه منډه کړې ده.

له ده سره په خوا کې نورعلي ځدران په ۴۰ توپونو ۷۷ منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې او ۸ یې څلوریزې وهلې وې، نورعلي ځدران ۶۶ ته دقیقې توپ وهنې ته ولاړ و او سټرایک رېټ یې ۱۹۲ اعشاریه ۵۰ و.
دوی دواړ د مِس عېنک لپاره ۱۳۴ منډې ملګرتیا وکړه او لومړی ترې رحمان الله ګُربز د مجیب الرحمن په توپ کېچ شو.
وروسته نورعلي ځدران د باطن شاه په توپ کېچ اوټ شو.
له دې وړاندې په ۲۰۱۴ م کال کې د بند امیر لوبډلې اوپنرانو حضرت الله ځاځي او عمران جنت د بُست لوبډلې پر وړاندې ۱۴۹ منډې ملګرتیا کړې وه او دوهمه ملګرتیا بیا د مس عېنک د اوپنرانو شوه،

مِس عېنک د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې وکړې او بند امیر ښامارانو ته یې ۱۹۳ منډې هدف ورکړ.
بند د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره د جاوېد احمدي د ۴۱ منډو او د شوکت زمان د ۵۴ منډو په مرسته ۱۸۳ منډې وکړې او لوبه ترې مس عېنک په ۹ منډو وګټله.
نورعلي ځدران د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د نومرو په جدول کې مس عېنک لوبډله لومړۍ، کابل بازان دوهم، امو شارکس دریم، بُست څلورم، سپین غر تر ماسپښین مهاله پنځم او بند امیر وروستی ځای لري.

که ماسپښین مهال سپین غر لوبه وګټي، څلورم ځای خپلوي.