نن هند او ویسټ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هندوستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې دوهمه یو ورځنۍ لوبه نن چهارشنبه ترسره کیږي.
inbound6596788727966043136 نن هند او ویسټ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي
ټاکل سوې دا لوبه نن غارمه یوه بجه پيل سي.
دا دوه هیوادونه بیا د لړۍ درېیمه لوبه راتلونکې یکشنبه ترسره کوي.
هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د یادي لړۍ په لومړۍ لوبه کي ویسټ انډیز په ۸ ویکیټو هندوستان ته سخته ماته ورکړه.
inbound5279011876615477712 نن هند او ویسټ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي
په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.
کله چي د ویسټ انډیز لوبغاړي د توپوهني لپاره میدان ته کښته سول د هند له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۴۷،۵ آورونو کي د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره ئې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي هند ته ماته ورکړه.
inbound1629208205821701579 نن هند او ویسټ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي
هند او ویسټ انډیز تر دې مخکي د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ هم ترسره کړه، چي هغه لړۍ هند ۲ پر ۱ د ویسټ انډيز څخه وګټله.