نن هند او ویسټ انډیز وروستۍ لوبه ترسره کوي

سپینه تجريدي ډیزاین

ټاکل سوې نن د یکشنبې په ورځ غارمه ۱ بجه هندوستان کرکیټ ملي لوبډله د ۳ یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه د ویسټ انډيز په وړاندي ترسره کړي.
Pollard Kohli AP 2 نن هند او ویسټ انډیز وروستۍ لوبه ترسره کوي
د دې دوو هیوادونو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ویسټ انډيز وګټله او دوهمه یو ورځنۍ لوبه بیا هندوستان وګټله، چي په دې سره اوس لړۍ یو ـ یوه مساوي ده.
ننۍ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د لړۍ پایلوبه ده، که هري لوبډلي یاده لوبه وګټله، نو هغه د یادي لړۍ ګټونکی هیواد بلل کیږي او کپ به ورکړل سي.
india west indies cricket 1adb695e 1c30 11ea bfdc 71fa74a30dfe نن هند او ویسټ انډیز وروستۍ لوبه ترسره کوي
دې لوبي ته ویسټ انډيز او هندوستان دواړو هیوادونو د پوره چمتوالی خبر ورکړی.
هند او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو تر دې مخکي د درو شل آوریزه سیالیو هم ترسره کړه، چي هغه لړۍ ۲ پر ۱ هندوستان وګټله.