نن هند او ویسټ انډيز دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې نن یکشنبه دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کیږي.
دا لوبه نن ماښام ۶ بجې پېلیږي.
د هند او ویسټ انډیز ترمنځ تر دې مخکي د درو شل آوریزه لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه تېره جمعې ورځ ترسره سوه، چي په هغه کي هند په ۶ ویکیټو بریا خپله کړه.
inbound1839353485524374035 نن هند او ویسټ انډيز دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي
په یاده لوبه کي لومړی ویسټ انډیز توپوهنه وکړه، ویسټ انډیز په ټاکلو شل آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره هندوستان ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکی.
inbound8903947786059209855 نن هند او ویسټ انډيز دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي
کله چي هندۍ لوبډله د توپوهني لپاره میدان ته کښته سوه د ویسټ انډیز له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۱۸،۴ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
inbound6964256757266622660 نن هند او ویسټ انډيز دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي
د هند لپاره لوبډلمشر ویراټ کوهلي ۹۴ ناسوځېدلي، لوکیش راهول ۶۲ او ریشپ پنټ بیا ۱۸ منډي جوړي کړې.
د یادي لوبي غوره لوبغاړی د هند لوبډلي لوبډلمشر ویراټ کوهلي وټاکل سو، هغه د خپلي لوبډلي لپاره ۹۴ تیزي ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
inbound5606493472072850602 نن هند او ویسټ انډيز دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي
هند او ویسټ انډیز ټیمونه بیا درېیمه او د لړۍ وروستۍ شل آوریزه لوبه راتلونکې چهارشنبه ترسره کوي.
inbound2464566063638117268 نن هند او ویسټ انډيز دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره کوي
د یادو درو شل آوریزه سیالیو وروسته د هند او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبي هم د هند په کورتبوب ترسره کیږي.
د یادي لړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د رواني ډیسمبر میاشتي په ۱۵مه، دوهمه په ۱۸مه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د رواني ډيسمبر میاشتي په ۲۲مه نېټه ترسره کیږي.