نن د فوټبال خورا جذابي لوبي ترسره کیږي!

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: صابرحميدي
نن د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په سیالیو کي خورا جذابي لوبي ترسره کیږي.
نن سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپینزلیګ فوټبال لیګ په سیالیو کي ۸ لوبي ترسره کیږي، چي په یادو لوبو کي ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي سره لوبیږي.
په یادو سیالیو کي ګالاتاسرای د کلب برګ سره، لوکموټیو مسکو د بایران لوارکوزن سره، ریال ماډریډ د پاستژرمېن سره، کریوینا زیویزډا د بایران مونیخ سره، تاتنهام د المپياکاس سره، اتلانتا د ډینامو ذګریب سره، منچسټر سیټي د شاختار ډونټیسک سره او جیونټوس بیا د اتلاتیک ماډریډ سره لوبیږي.
ګالاتا سرای د ګلب برګ او لوکمو ټيو مسکو د بایران لوارکوزن په وړاندي نن شپه ۱۰ بجې او ۲۵ دقیقې یو د بل په وړاندي لوبیږي، خو پاته نوري ټولي لوبي بیا نن سې شنبه ماخستن ۱۲:۳۰ بجې پېلیږي.
د دې لیګ په نورو اتو لوبو کي بیا سبا چهارشنبه ماخستن ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
په یادو لوبو کي بیا خنک د سلز بورګ سره، لیورپول د ناپولي سره، بارسلونا د دورتمند سره، سلاویا پراګ د انټر میلان سره، لیپزیک د بینیفیکا سره، لیل د آژاکس سره، پیټرزبورګ د لیون سره او والینسیا بیا د چلسي فوټبال ټيم سره لوبیږي.
پيټرز بورګ د لیون او والینسیا د چلسي په وړاندي سبا چهارشنبه ماخستن ۱۰ بجې او ۲۵ دقیقې میدان ته کښته کیږي، خو پاته نوري ټولي لوبي بیا سبا چهارشنبه ماخستن ۱۲ نیمي بجې ترسره کیږي.
دا لیګ هر کال د اروپا د بیلابیلو ۳۲ قوي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د دې لیګ تېر پړاو اتلولي لیورپول خپله کړې ده.