نن د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د کرکټ غوراوي جام سیالیو پای لوبه ترسره کیږي

سپینه تجريدي ډیزاین

په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د کرکټ غوراوي جام لوبو کې د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې وروسته نن په پای لوبه کې سره مخامخ کیږي.
دواړو افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو په خپلو ورستیو لوبو کې ایرلینډ او سکاټلینډ ملي لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه.
د غواري جام سیالۍ چې د روانې مارچ میاشتې د ۴ مې نېټې څخه پیل شوې وې، نن یې د پای لوبه ترسره کیږي، چې پکې دواړه افغانستان او ویسټ انډیز یو بل سره مخامخ دي.

د غوراوي جام په دې سیالیو کې د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې دوه ځلې یو بل سره مخامخ شوې دي، چې لمړی ځل د رسمي سیالیو وړاندې په تمریناتي او دویم ځل د سوپر سیکس مرحله کې په رسمي لوبه کې یو د بل پر وړاندې لوبیدلي دي او دواړو لوبو کې افغان لوبډلې ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د غواروي جام سیالیو پای لوبه د افغانستان پر وخت د ورځې په ۱۲ بجو سره پیل کیږي، چې پکې ګټونکې لوبډله به د دې جام اتلولي خپله کړي.

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون په انګلستان کې ترسره کیږي، چې پکې ۸ د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې (اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلینډ، بنګله دیش) لا د وړاندې مستقیمآ په دغه جام کې شاملې لوبډلې وې، خو د یو سخت پړاو څخه د تیریدو وروسته پکې افغانستان او ویسټ انډیز هم ګډونوالې لوبډلې شوې.