
ليکنه: صابرحميدي
نن ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا د مایورکا سره لوبیږي
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مي اونۍ په لوبو کي نن مازدیګر ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا نن شپه د مایورکا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.
د ریال ماډریډ او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره کیږي.
بارسلونا او مایورکا فوټبال لوبډلي بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي یو د بل په وړاندي میدان ته کښته کیږي.
د دې لیګ په نورو لوبو کي ګراناډا د ډیپورټيو آلازو سره او لوانته د والینسیا سره لوبیږي.
د ګراناډا او ډیپورټیو آلاوز لوبه ماښام ۷:۳۰ بجې د ګراناډا په کورتبوب پېلیږي، خو د لوانتې او والینسیا لوبه بیا نن شپه ۱۰ بجې د لوانتې په کورني لوبغالي کي ترسره کیږي.
په دې لیګ کي بارسلونا او ریال ماډریډ ۳۱ ـ ۳۱ نمرې، سویا ۳۰، ریال سوسیداد او اتلاتیک بلباوو ۲۶، خو اتلاتیک ماډریډ بیا ۲۵ نمرې لري.
بارسلونا د جدول په لومړي، ریال ماډریډ په دوهم، سویا په درېیم، ریال سوسیداد په څلورم، اتلاتیک بلباوو په پنځم او اتلاتیک ماډریډ بیا د اسپانیا لالیګا لیګ په شپږم ځای کي شتون لري.