ننګرهار کې د غني خېلو د شپږو لېسو زده کوونکو ته د کرکټ توکي ورکړل شول.

رنګین تجريدي ډیزاین

سمیع الله درانی
د ننګرهار ولایت په غني خېلو او اچین ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو سلو (۱۰۰) زده کوونکو ته د کرکټ سل جوړه لباسونه، سل جوړه بوټان، لس بېټونه، وېکټې او اړوند توکي ووېشل شول.
دغه مرسته د سپین غر زون کرکټ بورډ د ویاند فضل الرحیم رحیمي په شتون کې د افغانستان د کرکټ نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري په لاسونو د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په دوهمه نېټه په یادو لېسو کې ورکړل شوه.
دا مرسته د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې د روزونکي رئیس احمدزي په هلو ځلو د افغان کنېکشن مخابراتي او انټرنېټي شرکت له خوا سپانسر شوې وه.
بسم الله جان شینواري، یاران وېب پاڼې ته وویل، چې دا مرسته د افغان کنېکشن شرکت له خوا رئیس احمدزي ته ورکړل شوې وه؛ چې هغه د ده په لاسونو د شینوارو سل زده کوونکو ته ور ورسوله.
شینواری وایي « د دې توکو ارزښت په دې کې دی، چې ورسره د ښوونځیو د کچې کرکټ تشویق شي، له ښاره وتلو کلیوالو ساحو کې هم مینوال لوبغاړي ولوبېږي او د افغانستان کرکټ ورسره ښه کېدلای شي».
بسم الله جان وایي ختیځه سیمه کې کرکټ پراخه او پیاوړی دی او ننګرهار بیا د کرکټ کور دی؛ دلته د کرکټ لوبو ښه لوبغاړي شته او پېداکېدای شي؛ نو ځکه په دې برخه کې ډېره پاملرنه باید ختیځ ته وشي، دی وایي زده کوونکي د دوی له مرستو خوښ دي او د نورو مرستو غوښتنه هم کوي.
دا په شینوارو کې لومړی اقدام دی، چې د افغان کنېکشن په مالي مرسته د رئیس احمدزي، بسم الله جان شینواري او د سپین غر زون کرکټ بورډ په شتون کې ترسره کېږي.
په ننګرهار کې اوس کرکټ لا په پراخېدو دی، دلته په جلال اباد ښار او شا او خوا سیمو کې د ګوتو په شمار کرکټ اکاډُمیانې فعالیت کوي؛ خو په کلیوالو سیمو کې د کرکټ سیمه یز کرکټ مینوال او لوبغاړي خورا زیات دي، چې ښوونځي یې هم د کرکټ لوبډلې لري، دا چې د ښوونځیو په کچه کرکټ ښه سمبال شي؛ نو په راتلونکي کې له کلیوالو ښوونځیو وړ لوبغاړي راټولېدای او هېوادنۍ لوبډلې پرې پیاوړې کېدای شي.