نصیب‌خان د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس وټاکل شو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

نن د دوشنبې په ورځ د حامد شنیواري پر ځای د افغانستان کرکټ ته نوی اجرائیوي رئيس نصیب خان د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس عزیز‌الله فضلي له لوري معرفي شو.

 

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، ښاغلي نصیب د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده‌کړې کړې دي او ددې ترڅنګ د کرکټ لوبې سره بشپړه بلتیا لري.

 

د معرفۍ په یاده غونډه کي د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس عزیز الله فضلي وویل، موږ خوښ یو چې داسې یو شخص له موږ سره یو ځای کیږي چې د کرکټ لوبې سره د بلتیا ترڅنګ لوړې زده کړې هم لري او نوموړی زموږ سره د موافقې په اساس دې دندې ته را معرفي شو.

 

د افغانستان کرکټ بورډ نوي اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د یوې ویاړمنې ادارې د اجراییه رییس په توګه معرفي شو او پرې باور وشو، نوموړي زیاته کړه:« زما له کرکټ سره له پخوا ډېره مینه وه او همدا کرکټ دی چې تل یی موږ افغانانو ته خوشحالي راکړې».

 

ښاغلي نصیب خپلو خبرو کې وویل چې افغان کرکټ ته به په پنځه کلن پلان باندې کار وکړو، نړیوالو سره به خپلې اړیکې پراخې کړو په ځانکړي ډول له اسیایی هېوادونو سره او همدا راز د کرکټ ودې ته به ځانکړې پاملرنه وکړو.

 

نصیب خان وویل افغانستان نړیوال جام ته د چمتووالي په حال کې دی موږ به هڅه وکړو چې لوبغاړو ته ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځ ته کړو؛ ترڅو په نړیوال جام کې د افغانانو لپاره د سرلوړۍ او خوښۍ باعث وګرځي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.