د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسی توپ وهونکی د نړیوال کرکټ ۵۰ اوریزه سیالیو کې د ۲ منډو جوړیدو ته انتظار کوي، تر څو خپلې ۱۰۰۰ منډې ثبت کړي.
چپ لاسی برید کوونکی توپ وهونکی نجیب الله ځدران تر دې مهاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په ۴۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو کې لوبیدلی دی، چې ټولې یې ۹۹۸ منډې جوړې کړې دي.
نوموړي ۶ کاله وړاندې په ۲۰۱۲ م کال کې د افغانستان لپاره د همدې ایرلینډ خلاف ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پیل کړي او لا هم په لوبډله کې د یو مهم لوبغاړي رول لوبوي.
نجیب الله ځدران تر دې مهاله په دغه سیالیو کې ۸ نیمه سلیزې جوړې کړې دي، خو لا هم د کومې سلیزې په برابرولو سره نه دی توانیدلی.
نوموړي به نن د ایرلینډ خلاف سیالۍ کې لوبیدو ته انتظار کوي، تر څو د افغانستان لپاره د شهزاد محمدي، نور علي ځدران، رحمت شاه زرمتي، اضغر افغان، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواري او نوروز منګل د ۱۰۰۰ منډو پوره کولو وروسته خپلې ۱۰۰۰ منډې هم ثبت کړي.
د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن دویمه ۵۰ اوریزه سیالي د ایرلینډ په بیل فاسټ کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
سیالي به دافغانستان په وخت د ورځې په دوه نیمو بجو سره پیل شي، چې پکې افغان لوبډله د بریا په خپلولو سره سیریز په خپل نوم کوي، خو بل خوا ایرلینډ په ننۍ لوبه کې د بریا په خپلولو سره روان سیریز یو د یو په مقابل کې تر دریمې سیالۍ پورې مساوي کوي، چې په وروستۍ لوبه کې به ګټونکې لوبډله بیا د سیریز یا لړۍ ګټونکې وي.