نجیب الله ځدران په توپانې توپ وهنې سره، سپین غر لوبډله دریم مقام ته ورسوله.

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
د شپږیزې کرکټ لیګ په دیارلسمه لوبه کې بُست لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې ټولې ۱۳۱ منډې وکړې.
د سپین غر ټایګرز لپاره عبدالواسیع نوري په څلور اورونوکې ۴ وېکټې واخېستې، ۱۳ منډې یې ورکړې او یو اوور یې مېډن کړ.
سپین غر ته ضرب الاجل ورکړل شو، چې دا هدف په ۱۳ اورونوکې پوره کړي؛ نو دوهم پړاو ته لاره پېدا کړي.
سپین غر لپاره اوپنرانو غوښتل چې چټک پیل ورکړي، چې نجیب ترکي چټک توپ وهونکی په صفر اوټ شو، ورپسې درې نورې وېکټې ژر، ژر له لاسه ورکړې.

نجیب الله ځدران چې په منځنۍ برخه کې راښکته شو، یوځل بیا یې سپین غر مینوالو، افغانانو او د نړیوالو ته خپله خطرناکه، بې رحمه او د بونډریانو باران توپ وهنه ور څرګنده کړه.
نجیب الله ځدران په ۳۵ توپونو د ۸ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، ده په یو اوور کې له ګلبدین څخه ۳۳ منډې واخېستې، چې درې شپږیزې، دوه څلوریزې، یو نو بال، دوه وایډونه، درې منډې او یوه سېنګله په یو اوور کې له ګلبدین نایب راغلې.
نجیب الله ځدران د لوبې غوره لوبغاړی شو، عبدالواسع بیا د ښې توپ اچونې جایزه واخېسته.
د دوشنبې په سهار د اکټوبر په ۱۳ مه نېټه مِس عېنک، د امو پر وړاندې، ماسپښین مهال بیا بند امیر او بُست لوبه لري.
که امو لوبه وبایلي، له سیالیو بهر کېږي، بست له سیالیو بهر شوه، که بند امیر یې وبایلي، هغه هم له سیالیو بهر کېږي.
سپین غر د نومرو په جدول کې دریم مقام ته ورسېده.

د شپږیزې د لومړي پړاو لوبې د دوشنبې په ورځ پای ته رسېږي، د جمعې په ورځ د دې سیالیو پایلوبه کېږي.
د سپین غر ټایګرز نېټ رن رېټ صفر اعشاریه ۲۱۷ شو، له بند امیر، امو او بُست څخه یې نېټ رن رېټ لوړ شو.
د سپین غر نېټ رن رېټ له مِس عېنک څخه هم لوړ دی، خو د نومرو په جدول کې ترې ځکه سپین غر لوبډله وروسته ده، چې دوه نومرې یې له مس عېنک څخه کمې دي.